Wednesday , June 28 2017
Home / Editorial / د شاهین قول اردو غمیزه، د ژورو اصلاحاتو پلمه
۲۰۹شاهین قول اردو

د شاهین قول اردو غمیزه، د ژورو اصلاحاتو پلمه

د شاهین قول اردو د غمیزې د اتلو شهیدانو پور ډېر دروند دی، او په آسانه د پرې کولو نه دی. خو که ولسمشر غواړي د دې شهیدانو اروا ته تر ټولو سپېڅلې او درنه پېرزوینه وړاندې کړي، نو د همدې غمونکي شېبې درد دې په یوه هڅه بدل کړي، او د افغانستان وسله والو ځواکونو کې داسې بنسټیز اصلاحات پلې کړي چې تر دې د مخه نه وي لیدل شوي:

  • د افغانستان اردو تر ۱۰۰۰ ډېر غیر مسلکي تش تنخاخواره جنرالان او په لسګونو ماشوم جنرالان دې سمدستي په کور کېنوي.
  • لوی درستیز او د ټولو قول اردو ګانو جنرالان دې له سره وګوماري.
  • د دفاع وزارت رهبري دي غیر پوځي کړي، او پوځي چارې دې یوازې د لوی درستیز په غاړه کړي.
  • د کورنیو چارو وزارت، او ملي امنیت ریاست مشرتابه کې دې سمدستي اصلاحي بدلونونه راولي.
  • د ولسمشر تر نېغې څارنې لاندې دې په ټولو وسله والو ځواکونو یوه واکمنه احتسابي اداره جوړه کړي، چې یوازې ولسمشر ته راپور ورکړي.
  • سرحدي پولیس دې د ملي پوځ چوکاټ ته و لېږدول شي، او پر دې سربېره دې د پولیسو نور محاربوي دندې ملي پوځ ته ورکړل شي.
  • تر بریدمن پورته د ټولو پوځي افسرانو هر ډول مسلکي او نا مسلکي بوختیاوې دې د یوې لایحې له مخې تنظیم شي، او د پوځي افسرانو هرډول مطبوعاتي او ټولنیز کړه وړه دې د اړوندې قومندانۍ تر مطبوعاتي مسئولینو پورې محدود شي. په وسله والو ځواکونو کې دې د خواله رسنیو کارول ممنوع شي.
  • د مخبرۍ او جاسوسي فعالیتونو په وړاندې دې د صفر درجې ځغم نه کار واخیستل شي، او په دې تور پړ وګړي دې محکمه، او درانده مجازات شي، او ولس دې پرې خبر شي.
  • د پوځي وسایلو او وسایطو هر ډول غیر وظیفوي کارول دې یو دروند جرم وبلل شي، او سم مجازات ورته پلې شي.
  • پوځي محکمې دې پیاوړې شي، او قانوني ناستې او اجراات یې چټک شي. د یو پولیس، یو ترافیک پولیس او یو پوځي د وهلو، سپکولو، وېرولو، او وژلو جرم دې له سره تعریف شي، اړوند قوانین دې تعدیل شي، او دې جرمونو ته دې مجازات تر ملکي جرمونو درانه ولیکل شي. ورسره دې د پولیسو او پوځیانو وظیفوي سرغړونې د ملکیانو تر سرغړونو جدي تعقیب شي.
  • د پوځي او پولیسي ادارو د ټولو داسې غیرتصادفي او غیر محاربوي تېروتنو او پېښومسئولیت چې د انساني ژوند ضایع په کې شوې وي، او یا دولت ته دروند مالي، او معلوماتي زیان په کې رسېدلی وي، د ادارې ترټولو چګپوړی آمر (وزیر) په غاړه وي، او سپیناوی وکوي.
  • د ولسي جرګې، او مشرانو جرګې هغه کمیسیونونه چې پوځي او استخباراتي مالوماتو سره سرو کار لري باید په ډېر احتیاط وکومارل شي، او د غړو مخینه یې سمه وڅېړل شي چې د سبوتاژي لاسوهنو وېره او زیان د هېڅ تر کچې کم شي.
  • د باندنیو سفارتونو په ناستو، جشنونو او محفلونو کې دې د لوي درستیز، یا د هغه د استازي نه پرته د نورو ټولو پوځي افسرانو ګډون ممنوغ وي.
  • د سیاسي، او غیر مسلکي ادارو په ناستو، مارشونو، او لاریونونو کې دې له بریدمن نه پورته د پوځي افسرانو ګډون ممنوغ وي.
  • د هېواد په سیاسي چارو، انتخاباتو او ټولنیزو تودو بحثونو کې دې لوی درستیز، د قول اردو مشران، او تر جګړن او سمونوال پورته افسران د خپل شخصي نظر د په ډاګه ویلو حق ونه لري.
  • د لوړ پوړو پوځي افسرانو غیر وظیفوي او تفریحي خارجی سفرونه داسې تنظیم شي چې په دندو یې د استخباراتي، او تخریبي سبوتاژي هڅو وېره او زیان د هېڅ تر کچې کم شي.
  • د وسله والو ځواکونو مطالعاتي، او اکاډمیک فعالیتونه دې پیاوړي شي، او پوځ دې د قومي کنډکونو له کلتور نه د یو اکاډمیک او پرمختللي پوځ اډانې ته واړول شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *