Wednesday , June 28 2017
Home / Technology / د افغانستان سايبري اکر

د افغانستان سايبري اکر

سايبري فضا، سايبري امنيت، سايبري جنګ، سايبري شخړې او…. سايبر يو مختاړى دى، چې د كمپیوټر او معلوماتو د عصر  د يوې برخې، نظر، شخص د توصيف لپاره كاريږي. په ټوله كې د ماشين او ژوندي موجوداتو ترمنځ اړيكو ته د لومړي ځل لپاره د سايبر كلمه كارول شوې ده. دا ټولې هغه كلمې دي، چې د كمپيوټر او معلوماتو د عصر سره رامنځ ته شوې دي. سايبري فضا، د انسانانو ټولې هغه اړيكې، چې د كمپيوټرونو يا نورو مخابراتي وسايلو په واسطه ترسره كيږي، دې ته سايبري فضا ويل كيږي.

د افغانستان سایبري وضعیت په لاندې څو برخو کې څېړلی شو:

حكومت

 

لومړۍ غواړو په افغانستان کې په حکومتي کچه د سایبري وضعیت په اړه پوه شو.

الف) آيا د سايبري موضوعاتو په اړه كومه حكومتي اداره يا داسې ارګان شته  چې د سايبري موضوعاتو لكه امنيت، اړوندې پاليسۍ،  حساسو بنسټونو ساتنه، د كمپيوټر چټك غبرګون ټيمونه، جرمونه او د كاركوونكو (مشتري، دولتي كاركوونكى) امنيت خوندي كړي؟

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوجۍ وزارت كې په ۲۰۰۹ كال كې د افغانستان د سايبر چټك غبرګون ټيم په اړه خبرې شوې دي، خو تر اوسه په هغه شکل چې ښايي فعالیت نه کوي او یو ناڅرګند حالت کې دی. په حکومتي برخه کې تر اوسه پورې کوم داسې ارګان نه دی جوړ شوی، چې د سايبر اړوندو برخو كې دې فعاليت وكړي.

ب) آيا په افغانستان كې د سايبري موضوعاتو يا د انټرنېټي خدمتونو چمتو كوونكو ادارو (ISP)  لپاره كومه مقرره قانون شته دى؟ آيا همدا اوس كاريږي؟

افغانستان كې د سايبري موضوعاتو اړوند قانون جوړ شوی دی، چې د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوجۍ د مسوولينو د خبرو پر بنسټ لا تر اوسه پورې ولسي جرګې نه دی  پاس كړی او نه دی عملي شوی. په افغانستان كې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت كې د شته قانون له مخې په انټرنېټ كې درى برخې معلومات سانسور شوې دي او د انټرنېټي خدمتونو چمتوكوونكي او اړوندې ادارې يې په فيلتر كولو مكلفې دي، چې پكې د غير اخلاقي (پورنوګرافي)، مخدره موادو خرڅلاو، د وسلو خرڅلاو ويبسايټونه شامل دي.

ج) هېواد مو څومره د سايبري فضا او اړونده مسايلو په اړه په نړيوالو بحثونو كې ښكېل دى؟

د افغانستان حكومت په دې اړه زيات ښكېل نه دى. يوازې د سايبر امنيت په برخه كې د مخابراتو له نړيوالې اتحاديې سره اړيكه لري او كله كله يې په بحثونو كې ګډون كوي. د حكومتي چارواكو په قول دوى د مخابراتو د نړيوالې اتحاديې له امپكټ برخې سره غواړي وصل شي څو له هغې ځايه پر افغانستان او سيمه كېدونكي سايبري بريدونو او حملو اړوند چټك خبر ورکولو په موخه د ناک په نامه پروژه جوړه او عملي کړي.

د) آیا د سايبري امنيت په برخه کې د عامه خدمتونو كوم ارګان لكه چټك غبرګون ټيمونه شته دي؟

د افغانستان په مخابراتو وزارت کې په دې برخه کې یو ډیپارټمنټ شته، چې متاسفانه له كار څخه يې څوک نه خبریږي د پام وړ او محسوس کار یې نه دی کړی.

نظامي

 

د افغانستان په نظامي برخه کې سایبر مسایلو اړوند اداره، ارګان شته دی؟

د افغانستان په نظامي برخه کې تر اوسه پورې کومه ځانګړې اداره نشته، دا په داسې حال کې ده، چې ګاونډي او سیمه‌ییز هېوادونه په لویه کچه د سایبري کنټرول، امنیت او جرایمو په برخه کې نظامي پوځ لري، د ایران د آی ټي برخې یوه څېړنیزه ویبپاڼه وايي چې ایران ۲۵۰ زره خانګړی سایبري پوځ لري، چې چین کې دا شمېره هم لکونو ته رسیږي.

سوداګري

 

آیا په افغانستان کې د دولت او سوداګرۍ ترمنځ په سایبري مسایلو اړوند خبرې شوې یا کیږي؟

تر اوسه په دې اړه هېڅ فکر نه دی شوی، چې څنګه کولای شي د سوداګرې ټولنې او دولت ترمنځ د سایبري مسایلو او په ځانګړې توګه امنیت په اړه خبرې وشي او په ګډه سره یوه تګلاره، سټراټيژي او یا کړنلاره ولري.

ټولنیزه برخه

 

آیا په افغانستان کې د سایبري مسایلو اړوند عامه پوهاوی، رسنیز پوښښ یا هم بحثونه کیږي؟

په افغانستان کې د سایبري مسایلو اړوند عامه پوهاوي په موخه ډېر کم کار شوی دی. د میډیا په برخه کې ستونزه داده چې متأسفانه د اکثرو رسنیو چلوونکي په خپله د سایبري مسایلو په حساستوب او اهمیت نه پوهیږي، چې دا د دې سبب شوی چې  دوی په خلاص زړه رسنیز پوښښ رامنځ ته نشي کړای.

د سایبري مسایلو اړوند عامه پوهاوي او بیدارۍ په موخه په ټولنیزه شبکه کې، د افغان انفوټیک ډولپرز په نامه فیسبوک پاڼه او ګروپ تر خپلې وسې کار کړی دی. په ټوله کې د سایبري پوهاوي اړوند موضوعاتو لپاره هېڅ کار نه دی شوی.

د افغانستان د سایبري وضعیت په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ یو متخصص ښاغلی سید احمد شاه سادات وايي: زیاتره چارواکي په سایبري موضوعاتو لکه سایبري امنیت نه پوهیږي، دوی یوازې د سایبر نوم اورېدلی دی او سایبر برخې ته کار نه کوي. نوموړی اندېښنه څرګندوي چې ممکن د افغانستان زیاتو ویبسایټونو ته دریم ګړي اشخاص او استخباراتي ادارې لاسرسی ولري او ډېټا ترې غلا کوي. نوموړی د سایبر قانون نه تصویب هم یوه لویه ستونزه بولي، چې له امله یې سایبري مجرمین ازاد او خوندي ګرځي.

له پورته لنډې کتنې څخه ښکاري، چې افغانستان تر اوسه پورې سایبري مسایلو کې زیات پام نه دی کړی؛ دا په داسې حال کې ده، چې د رسمي شمېرو له مخې کابو دوه نیم میلیونه افغانان انټرنېټ کاروي.

Check Also

افغانستان په تشیا کې: افغان سټ ۱

BY: Mohammad Shafi Wardak مصنوعي سپوږمکۍ، د انسان په لاس جوړه شوې سپوږمکۍ ده ، ...

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *