Sunday , October 22 2017
Home / Editorial / د چین کاشغر کې د افغانانو د استوګنې مخینه
د ۲۰۱۴کال کې د جورج مکارټني په اړه یو کتاب هم خپور شو.

د چین کاشغر کې د افغانانو د استوګنې مخینه

جورج مکارټني ( George Macartney) د ۱۸۹۰-۱۹۱۸ز کلونو کې د چین په کاشغر کې د برېټانیا جنرل کنسل پاتې شوی دی. نوموړی د برېټانیا یو له مهمو ډيپلوماټانو شمېرل کیږي. نوموړی د خپل ماموریت په وخت کې په یوه لیک کې لیکلي، چې په کاشغر کې کابو له ۴۰۰-۵۰۰ افغان کورنۍ اوسیږي، چې اکثره یې په یارکند(莎车)، اکسو(阿克苏)، کاشغر (喀什市)، ینګي‌حصار(英吉沙县)، ختن(和田市)، او کرییا(木尕拉镇) سیمو او ښارونو کې اوسیږي. دوی اکثره بډایه سوداګر وو، چې ځینو یې سیمه‌ییزې مېرمنې هم درلودې. د همدې افغانانو د شتون له امله د لومړي ځل لپاره افغان دولت په ۱۹۲۰کلونو کې کنسلګري پرانیسته او د محمد شریف خان په نوم ډیپلوماټ یې کاشغر ته واستاوه.

دا به لومړني افغانان نه وي، چې چین کې اوسیدلي او پاتې شوي دي. د افغانستان او چین د اړیکو تاریخ ۲۰۰۰کاله پخوانی دی، د لیکلي متونو له مخې د چین هان امپراتورۍ د افغانستان له کوشاني امپراتورۍ څخه د مرستې د غوښتلو په اړه یو استازی بګرام چې هغه وخت د کوشاني امپراتورۍ پلازمېنه وه ولېږه.

د مکارټني په اړه د لیکل شوي کتاب پښتۍ.

ویل کیږي، چې د استازي موخه داوه څو د افغان کوشاني امپراتورۍ څخه د یاغیانو په ځپلو کې مرسته وغواړي. د استازي ډېر درنښت وشو، نوموړی چې کله بګرام ته ورسېد هلته یې د بوداییزم مذهب څځه متاثره او د هغه وخت افغانستان جنوبي برخو څخه تر لیدو وروسته بېرته چین ته ستون شو او د لومړي ځل لپاره یې بوداییزم مذهب چین ته معرفي کړ. نوموړي استازي نه یوازې دا چې مذهب له ځانه سره یوړو بلکې چیني امپراتور ته یې د کوشاني امپراتورۍ سره د سوداګرۍ د لارې جوړولو وړاندیز وکړ، چې دا لاره وروسته پراخه او د ورېښمو د لارې په نوم یاده شوه، چې لومړني بنسټ اېښودونکي یې چینایان او افغانان بلل کېدای شي. په افغانستان کې وروستیو ناخوالو د دې هېواد تېر شوي ستر مدنیت باندې سیورۍ غوړولی، او زیات آثار یې نورو هېوادونو په خپل نوم نړۍ ته ورپيژندلي دي. نو د افغانستان د سمې پیژندنې په موخه لازمه ده چې، چې افغانان د ادبیاتو او کلتور په برخه کې چین ته واستول شي او د چین پخواني متون ولولي چې ډېر څه به پکې ومومي، په دې چې افغانستان له نړۍ سره د چین د اتصال لومړۍ کرښه وه.

د ۲۰۱۴کال کې د جورج مکارټني په اړه یو کتاب هم خپور شو. په دې کتاب کې د نوموړي ځینې یادښتونه چې د افغانستان، روسیې، چین او برتانوي هند پر حالاتو څرخي بیان شوي دي. پاتې دې نه وي، چې د نوموړي ځینې نسخې د هند ملي آرشیف کې شته دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *