Sunday , August 20 2017
Home / Technology / افغانستان په تشیا کې: افغان سټ ۱

افغانستان په تشیا کې: افغان سټ ۱

BY: Mohammad Shafi Wardak

مصنوعي سپوږمکۍ، د انسان په لاس جوړه شوې سپوږمکۍ ده ، چې تشیا ته لیږل کیږي او د ځمکې پر مدار شاوخوا ګرځي.

مصنوعي سپوږمکۍ د بېلابېلو انساني چارو لپاره کارول کیږي. له مخابراتي او څېړنیزو څیړنو نه نیولې تر هوا پیژندنې، جاسوسۍ، پوځي، او ډول ډول نوروعلمي او څارنیزو کارونو لپاره ګټه ترې اخیستل کیږي.

لومړنۍ مصنوعي سپوږمکي د پخواني شوروي اتحاد لخوا په ۱۳۳۶کال کې د ځمکې مدار ته وتوغول شوه چې دا د بشر په تاریخ کې لومړی ځل و او له دې سره یو نوی پېر په انساني تاریخ کې پیل شو.

د پخواني شوروي اتحاد دغه سپوږمکۍ (سپوټنیک۱) نومیده.

د امریکا متحده آیالاتونو په ۱۹۵۸ کال د سکور پروژه پلې کړه او خپله لومړنۍ سپوږمکۍ یې فضا ته ولیږله چې د غږیز پیغام لپاره ترې ګټه واخیستل شوه. دې غږن پیغام د امریکا د ولسمشر آیزنهاور د نوي کال د مبارکي پیغام ټولې نړۍ کې پرتو امریکایانو ته ورساوه.

له همدې تاریخ نه په پیل سره د تشیا او تشیایي څېړنو اوسیالۍ بنسټ کېښودل شو. د نړۍ ډېرو هېوادونو د ځان لپاره د مختلفو موخو په خاطر تشیا ته سپوږمکۍ ولیږلې. په دې سلسله کې افغانستان هم د ۲۰۰۷ کال راپدیخوا تشیا ته د مخابراتي، نظامي او ډول ډول خدمتونو د ترلاسه کولو په خاطر د سپوږمکۍ لېږلو هڅې پیل کړې. دا خبره د یادولو وړ ده چې د مخابراتو د نړیوالې ټولنې (ITU) لخوا ټولو هیوادونو ته په فضا کې د سپوږمکۍ ساحه ځانګړې شوې ده، چې د افغانستان ساحه د ختیځ ۵۰ درجې ده.

د ۲۰۰۹ کال په شاوخوا کې یو سویډني شرکت د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي له وزارت سره په دې برخه کې اړیکه نیولې وه، او د سپوږمکۍ د استولو په برخه کې یې علاقه ښودلې وه.

د ۱۳۹۲ کال د لیندۍ په ۱۱مه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر امیرزی سنګین د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ چې دوی د لومړي ځل لپاره د افغان سټ ۱ په نامه سپوږمکۍ له یوه فرانسوي شرکت یوټل سټ نه تر لاسه کوي چې په دې اړوند یې ورسره یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړی دی. د شوي هوکړه لیک له مخې به نوموړې سپوږمکۍ د یوټل سټ شرکت لخوا په یوه میاشت کې په فضايي مدار کې ځای په ځای کیږي.

د یوټل سټ دغه سپوږمکۍ په ۲۰۰۸ کال د ډسمبر په ۲۰ نیټه فضا ته د Eutelsat W2M Eutelsat W2M → Eutelsat 48B → Eutelsat 28B → Afghansat 1 په نامه استول شوې وه، چې عمر یې تر ۱۵ کاله ویل شوی دی.

دغه سپوږمکۍ چې د یوټل سټ لخوا فضا ته لیږل شوې د ختیځ په ۱۶ درجو کې به ځای پر ځای کیده، چې په همدې وخت کې له تخنیکي ستونزو سره مخ شوه، د جنوری په ۲۸ مه ۲۰۰۹ کال کې یوټل سټ شرکت په یوه اعلامیه کې وویل چې د سپوږمکۍ په پاور سیستم کې یې ستونزه ده او نشي کولای چې له دې څخه سوداګریزه ګټه واخلي. د یوټل سټ شرکت مشر دې ته یوه فاجعه ویلې وه.

د «دی انډیا) ورځپاڼې د فبرورۍ په ۲۵مه ۲۰۰۹ کال کې د هند د فضايي څېړنو د مشر مدهاوان نیئر له قوله د همدې سپوږمکۍ د تخنیکي ستونزو تایید کړی و او زیاته کړې وه چې دوی په دې اړه خپلې څېړنې پيلوي. بالاخره د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په ۱۱ مه وویل چې یاده سپوږمکۍ د جوړیدو نه ده.

د یوټل ست په مالي راپوورنو کې د فبرورۍ په ۲۹ مه ۲۰۰۹کال کې د بیمې له شرکت نه د «کامل خسارې» تر عنوان لاندې په جون ۲۰۰۹ کې (۱۲۰۵۴۵۵۰۰) یورو بیمه تر لاسه کړه.

د «سټلایټس» ویب پاڼې په نظر دغه سیستم د انرژي له ستر کمبود سره مخ کیدونکی دی.

که څه هم یوټل ست شرکت د دې سپوږمکۍ د کاري ظرفیت په اړه څه نه دي ویلي خو د ځینو سایټونو د معلوماتو له مخې په دې سپوږمکۍ کې ۳۰نصب شوو (Transponders) څخه یې ۲۱ په بشپړه توګه له کاره لویدلي او ۹ نور یې نیمه فعال دي، چې د ضعیف سیګنال له کبله د سوداګریزې ګټې اخیستنې وړ نه دي. د مخابراتو وزارت په حساب شپږ استوونکي Kuband به افغانستان ته ورکول کیږي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت وزیر امیرزی سنګین دا مني چې سپوږمکۍ تخنیکي ستونزې لري، خو وايي چې کولای شي افغانستان ته په همدې حالت کې هم خدمات وړاندې کړي.

په همدې حال کې د یاد وزارت د سپوږمکۍ یو متخصص ښاغلی عبدالمالک نظري وايي چې له یوټل سټ شرکت سره یې په دې اړه مفصلې خبرې کړې دي او حتی دوی د سپوږمکۍ د لیږلو لپاره دوه کاله مطالعه او څېړنه کړې ده، وروسته له هغې یې د افغانستان د تدارکاتو د قوانینو له مخې آزاد رقابت ته وړاندې کړې وه چې په لومړي ځل درېیو شرکتونو په دې سیالۍ کې ګډون وکړ، چې وروسته بیا یو بیرته شاته شو او دوه پاتې شول.

په دوو شرکتونو کې یو چینايي شرکت ؤ او له سره یې د سپوږمکۍ جوړولو خبره کوله، تر ۲۵۰ ملیونو ډالرو پورې لګښت ورباندې راته چې د افغانستان دولت ویل دوی دومره بودیجه نه لري چې اوس له سره یوه نوې سپوږمکۍ فضا ته ولیږي، نو ځکه یو شرکت یې رد شو او پاتې فرانسوی شرکت یوټل سټ سره په دې اړه خبرې وشوې چې بالاخره ورسره قرارداد وشو.

د دې ترڅنګ ویل کیږي چې یوټل سټ شرکت زیاته علاقه مندي ښودله چې علت یې سیاسي ؤ ځکه یوتل سټ شرکت نه غوښتل چې تر څنګ یې د یو چینايي شرکت په لاس جوړه سپوږمکۍ وي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي و چې دوی به په راتلونکو دریو کلونو کې وتوانیږي چې د ۲۵۰ تر ۳۰۰ ملیونو ډالرو لګښت باندې په فضا کې خپله سپوږمکۍ ولري.

د شوي هوکړه لیک له مخې به افغانستان له ۶ اخیستل شوو ټرانسپانډرو څخه ۴ هغه یې دولتي موخو لپاره کاروي چې دا به وړیا وي او دوه نور هغه به یې افغان دولت د سوداګریزو موخو لپاره کاروي چې دا به په قیمت وي چې یوټل سټ شرکت ته به ورکول کیږي.

خو پوښتنه داده، آیا د دې ضمانت شته چې له شته تخنیکي ستونزو سره سره به سپوږمکۍ د قرارداد له مخې د ۷ کلونو یانې تر( ۲۰۱۸) پورې کار ورکوي؟

په دې اړه د وزارت یو مسوول وايي چې دا خبرې ټولې څېړل شوې دي او له یوټل سټ نه په دې برخه کې رسمي مکتوب اخیستل شوی دی، چې که شته سپوږمکۍ کار پریږدې په مقابل کې به یې بدیل یانې بله سپوږمکۍ ورکوي، نوموړي زیاتوي چې دوی ۹۹.۹۷ سلنه ډاډمن دي چې دا اوسنۍ سپوږمکۍ به د مخابراتو به برخه کې د افغانانو ستونزې هوارې کړي.

افغان سټ ۱ سپوږمکۍ به لاندې خدمات ورکوي:
۱-مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاوې.
۲- په مستقیمه توګه په ټول هېواد کې د راډیویي او تلویزوني خپرونو رسول.
۳- د ټولو دولتي او خصوصي ادارو نښلول.
۴- په نظامي برخه کې به هم ترې ګټه اخیستل کیږي.

د دې تر څنګ بل مهم اړخ دادی افغانستان اوس هم د متخصصو کدرونو له کموالي سره مخ دی، تیره ورځ د همدې وزارت یو لوړ پوړی چارواکي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې دوی د ټکنالوجي په برخه کې د متخصصو کدرونو له نشتوالي سره مخ دی، چې دا یې د کارونو په وړاندې ستر خنډ دی. خو دا خبره تر یوه ځایه پورې یوازې د مسوولیت څخه د تېښتې له خاطره کیږي، او د ناکامۍ پټولو یوه هڅه ګڼل کیږي.

په افغانستان کې زیات کدرونه شته دي، خو دوی ته وخت نه ورکول کیږي چې اړوندو برخو ته شامل او کار ترې واخیستل شي، یانې د سپوږمکۍ د تنظیم په چارو کې باید له قوي مسلکي کدرونو څخه ګټه پورته شي، ځکه دا ډېره حساسه برخه ده چې د هیواد د سپوږمکۍ تخنیکي تنظیم او نورې چارې په ښه توګه ترسره شي.

موږ د سپوږمکۍ په برخه کې هم تر حده پورې متخصص خلک لرو، حتی په همدې برخه کې داسې افغانان هم شته چې د دوکتورا تر کچې پورې یې زده کړې دي.

د سپوږمکۍ د سمون او تنظیم چارو لپاره د افغان سټ کمپنۍ جوړیږي او وزارت وايي چې په دې برخه کې به ډېر زر ګام پورته کړي، د دې کمپنۍ لپاره باید افغان متخصصین په کار وګومارل شي، چې دا به د سپوږمکۍ په برخه کې د معلوماتو په خوندیتوب او ښه تنظیم کې پوره مرسته وکړي.

د افغان سټ کمپنۍ د افغانستان یو له سټراټیجیکو پروژو څخه ګڼل کیږي چې باید کار پرې وشي، د خلکو په استخدام کې له پوره شفافیت څخه کار واخیستل شي.

Check Also

په افغانستان کې تلیفوني اړیکې خونديتوب: مکالمې څنګه اورېدل کیږي؟

‌BY: Mohammad Shafi Wardak د اړیکو په نړۍ کې ګرځنده یا موبایل ټلیفون اوس یوه ...

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *