Wednesday , June 28 2017
Home / Science / د میوه جاتو په ونو د یخوهنې اغیزې او مخنیوی
Green_House

د میوه جاتو په ونو د یخوهنې اغیزې او مخنیوی

by: Ahmad Khasrow Kharoty
د افغانستان اقليمي شرايط متفاوت او دمختلفو میوه لرونکو,غیر میوه لرونکو اوښکلاییزو بوټو د روزنې لپاره مساعده دي داځکه چی زمونږ هيواد يوه طبيعي گلخانه گڼل کيږي چه د مختلفو اقليمي شرايطوپه درلودلوسره په مختلفو موسمونوکي یی مختلف پوټي توليد او روزل کيږي.

دې ځانګړتیا په دی وروستیو کی یی دافغانی بزګرانو اوبڼوالانو زیاته پاملرنه ځان ته اړولې ده چی ددی تولیداتو یا محصولاتو یو څه برخه په تازه اویو څه برخه په وچه بڼه دوطن څخه بهرته لیږدول کیږی چی په دی توګه داتولیدات د خارجی اسعارو په لاسته راوړلوکی زیاته ونډه لري.ساینسی تجربو دا ثابته کړیده چی میوی دغذایی موادو له پلوه د زیات ارزښت درلودونکی دی چی یوشمیر یی په زیاته کچه د معدنی موادو، منرالونو، ویټامینونو، پروټینونو، قندی موادو، تیزابونو اوداسی نورو موادو درلودونکی دی. د طبی نورمونو په اساس په ټیټه کچه انسان په کال کی ۱۰۰ کیلو ګرامه میوو ته ضرورت لری. چی دټاکل شوی نورم په اساس د اټکل په ډول ۳۵ سلنه مڼه،۱۰ سلنه ستروس،۸ سلنه انګور اوپاتی شوی برخه نوری میوی تشکیلوی. میوې د خاص صحی، طبی او اقتصادی ارزښت درلودونکی دی.زیاتیدونکی ورځنی پاملرنه دغټو بڼوالو او د کمو ځمکه لرونکو بزګرانو له طرفه په دی نباتاتو ترسره کیږی، چی تجربو داسی څرګنده کړیده چی د میوه لرونکو ونوپه روزنه کي مونږ تل ديولړستونزوسره مخ یو. د دې ستونزو بیلګې د ونو روزنه، رنځونه، یخوهنه، دمحصول ټولونه اوداسی نور دي.د ځيني ستونزو د حل لاره آسانه ده اولږمصارف غواړي مگرځيني ستونزي داسي دي چه زيات مصرف ته ضرورت لری چی یو د هغو څخه په میوه لرونکو ونو دیخوهنی اغیزې دي چی دفعالي ودي په مرحله کي دنباتاتويخ وهنه يا Frost يوه داسي طبيعي ستونزه ده چي دنړي په ډيروهيوادونوکي مخصوصا هغه سیمی چی دمعتدله اقلیم درلودونکی دی لکه دافغانستان دمعتدله اقلیم درلودونکی ساحاتو کی واقع کیږی او میوه لرونکو ونوته دپام وړزيانونه اړوي. له امله یی دمحصول کیفیت خرابیږي، د محصول دتولید کچه ټیټوي اود سړو په شدیدو حالاتو کی ممکن مکمل محصول اوبوټی له منځه یوسی چی په دی اساس د بزګرانو پانګې ته د پام وړ زیان رسوی .به افغانستان کې چې اقتصاد یې په زیاته کچه د تازه او وچو میوو په صنعت ولاړ دی له دی پلوه متاثره کیږی اوبل په داسی حالت کی په هغه کچه تولیدات چی د مارکیټ د اشباع کولولپاره او دخلکو دضرورت درفع کولو لپاره اړدی باید له نورو ګاونډیو هیوادونو څخه را وارد شي.

د يخ وهني مختلف ډولونه لری لکه Advection Frost یعنی کله چی په یوی ساحه کی سړه هوا دګرمی هوا ځای ونیسی. Radiation Frost (دحرارت لیږد رالیږد دشعاوو په څیر) چی یوی مخصوصی ساحی پوری ارتباط لری اوداسی نور ډولونه لری چی دیدو یخوهنو يومشکل داهم دي چه دهغوی د پيښيد ونيټه معلومه نه وي اوبزگران نشي کولاي چه په يوه ټاکلي وخت کي ديخ وهني دمخنيوي لپاره ځانونه چمتوکړي.

نو دیخوهنی د زیان په پام کی نیولو سره علماوو وروسته له ډیرو څیړنو ديخ وهني دمخنيوي ځيني طريقي بیانی کړی چی په عمومی ډول هغه تګلاری په دوو برخو ویشو:

  1.  دیخنی دمخنیوی فعاله تګلاری (Active Frost Protection Methods) چی په دغه میتود کی شامله تګلاری عبارت دی له بخاریو،خړوبونه او اوبه پاشل(الف: کوچنی سوری لرونکی اوبه پاشونکی، ب: دونو لاندی اوبه پاشونکی)،هیلکوپتر، دباد ماشین، تیل سوځونکی ډیوه، دډبروسکاره،برقی تودوخه اوداسی نوری تګلاری
  2.  دیخنی دمخنیوی غیرفعاله تګلاری (Passive Frost Protection Methods) چی په دې میتود کی شامله تګلارې په داسې ډول دي: د ساحی انتخاب، دورایټی انتخاب، دځمکی پوښښ، دخاوری داوبو مواد (Soil water content)، یخ نیونکی هسته یی بکتریا (Ice nucleating bacteria) اوداسی نوری تگلاری چه دنړي په اکثره هيوادونوکي ورڅخه گټه اخستل کيږي.

د نړۍ په وروسته پاتي هيوادونوکي چی زمونږ هیواد هم پکی شامل دی دهغي عملي کول نه دی تر سره شوی اونظر دی ته چی د خلکو ځمکی لږی لږی دی او دخلکو منځ کی کومه همغږۍ نشته د دې تګلارو عملی کول غير اقتصادي بريښي.البته که ځیر شو داسي طريقي هم شته چه دهغي عملي کول نسبتا ارزانه تماميږي مگردهغه عملي کول هم دستونزوڅخه خالي نه وي چی خاص مهارت ته ضرورت لري.

یخوهنه

دهوا هغه حالت چی په هغه کی د تودوخی کچه د سانتی ګرېد صفر درجی څخه ښکته راځي او یوه نازکه سپین بخونه طبقه دځمکی په سر مخصوصا دشپی له طرفه منځ ته راځی.(۹)

یا په بله ژبه یخ یا یخوهنه هغه اتموسفیریک رطوبت ته ویل کیږی چی په مستقیم ډول دځمکی په سر یا په خالی ساحاتوکی جامد شکل غوره کوی چی علت یی د صفر درجی څخه ښکته تودوخه ده چی بوټو اوغلو ته ضرر رسوی.(۱۰)

یخوهنه˛ څرنګوالی او ورسره د مبارزی لارې چارې

یخوهنه یوه اقلیمی پیښه ده چې په څو پیړیو کی سره د فوایدو او زیانونو د بزګرانو په واسطه په تاریخ کی لیکل شوی ده. ژمنۍ یخوهنه چې د تورې یخوهنی په نوم هم یادیږي د ژمي په ورځو کی یعنی د څوکلنوبوټی د استراحت په جریان کی او یا وروسته د استراحت دورې د پای څخه او د یو کلن بوټو د حاصل ورکونی په وخت کی د فصلونو د تناوب او د ځمکی څخه د لمر د موقعیت په اساس منځ ته راځي. د تورې یخوهنی شدت او اوږد مهال تر هغی بوټي ته زیان نه رسوي تر څو یی ریښی یخ ونه وهي.ژمنی یخوهنه نه یوازې دا چی بوټی د فعالیت څخه غورځوی بلکه ډیر داسی بوټی هم شتون لری چی تر څو یی یوه ژمنی یخ دوره نه وی پوره کړی تر هغی ښه حاصل نه ورکوی. (1)

سربیره پر توری یخوهنی بزګران ډیری ترخې خاطرې د پسرلنی یخوهنی او ځینی وختونه د مني یخوهنی څخه لري چی دداسی یخوهنی واقع کیدل په ځینی وختونو کی نه جبرانیدونکی زیانونه اړوي. نو لدی کبله پسرلنی سپینه یخوهنه او د پسرلی ځنډنه یخوهنه په زراعت کی د افت په نوم یادیږي ځکه چی د پورتنی پدیدی موجودیت د زراعتی حاصلاتو د کموالی او حتی په ځینی وختونو کی پوره بوټي د منځه وړي. پسرلنی یخوهنه ځینی وخت کولای شی چی په یوه وخت کی د ونو حاصلات لکه انګور او داسی نور په ټولو سیمو کی زیانمن کړي. (1)

ډیرې لسیزې مخکی بزګرانو به خپل تاکونه د وښو په واسطه ساتل او د یخوهنی سره به یی تر ډیره بریده مبارزه کوله او ټول خطرات به یی قبولول پرته له دې چی د هغه اقتصادی اړخ محاسبه کړي.له یوه اړخه د زراعت د انکشاف او تکامل لپاره سر بیره پر مخکنی کرل شوو ځمکو نوری ساحی لکه پرتی ځمکی˛ غونډۍ او درې چی هر وخت د سړی هوا په واسطه نه زیانمن کیږی وکرل شی او له بله اړخه بزګران باید مجبور کړای شی تر څو د مصرفی توکو د ډیروالی په خاطر ښه او منظم زراعتي پروګرامونه جوړ کړي او کرهنه د اقلیمی افاتو په خاصه توګه دپسرلنی یخوهنی او د منی یخوهنی څخه وژغوري چی د اقتصادی اړخ څخه به بزګرانو ته ګټور وي. (1)

د زراعت علماو د بوټو مختلف فزیالوژیکی مراحل˛ تودوخی د ضرورت او د بوټی مقاومت په نظر کی نیولو سره و کړل شول چی د یخوهنی په مقابل کی دمقاومت لاری چاری تجزیه کړي.
پسرلنی یخوهنه د شدت او دوام په نظر کی نیولو سره لږ څه زیانونه رسوي˛ که زراعتی زیانونه د یوه هیواد په سطح ارزیابی کړو ۵۰٪ ځای نیسی او محلی زیانونه یی تر ۸۰٪ پوری هم رسیږی.د یخوهنی په واسطه د بوټو ضایع کیدل نه دا چی فردی عواید کموی بلکه په ملی کچه زیانونه رسوی چی هر کال ملیاردونو افغانیو ته رسیږي. نا ویلی باید پرینښودل شی چی ټول بوټی د ژمنی او پسرلنی یخوهنی په مقابل کی یو شان مقاومت نه لری بلکه ددوی مقاومت د بوټی نوع او د بوټی فینالوژیکی مراحلو په نظر کی نیولو سره مختلف دي. (1)

مثلا که چیری متوسطه تودوخه تر (-۱۵C ) پوری ټیټه شی مخصوصا په هغه ځایونو کی چی ځمکه لنده وی ریښی زیانمنی کوی او د نمو څخه غورځیږي.
د ښوون ونه په هغه وخت کی د حاصل څخه لویږی چی د ډیرو ورځو لپاره تودوخه (-۱۰c) وي. د ستروسو بوټی په پورتنی تودوخه کی تر ډیره بریده ژوند نشی کولای او ځینی داسی بوټی هم شته چی په صفر درجه کی هم له منځه ځي. (1)

لومړی انځور: ښی لاسته انځور دا ښه یی که ژمنی سړه هوا معتدله میوو ته موجوده نه وی د هغوی حاصل به صفروی اوکیڼ لاس ته انځور دا ښه یی که ژمنی سړه هوا معتدله میوو ته اوسی نو دهغو حاصل به د قناعت وړ وی.

دژمني یخوهنی زیانونه

دژمنی یخوهنی په مقابل کی د بوټو زنانمن کیدل په دوه ډوله واقع کیږي.

الف: د میتورلوژیکی اړخ څخه:-

که په تدریجی توګه په بوټی باندی د یخوهنی تاثیر وارد شی نبات کولای شی چی د یخوهنی سره توافق حاصل کړی او په دغه صورت کی بوټۍ په پوره ډول د منځه نه ځي. او که چیری په فوری توګه بوټی د یخوهنی په وسطه زیانمن شی نو د بوټی د مړینی احتمال پکی لیدل کیږي.

د یخوهنی تاثیر په ځمکه باندی د واوری شتون پوری اړه لری. په واوره باندی د تودوخی درجه کمه ده خو په تشه ځمکه باندی د تودوخی درجه د هغی څخه ډیره ده چی په واوره باندی اټکل شوی وه.ځکه چی واوره د ځمکی تشعشع پوښښ جوړوی او د هغی د تودوخی هدایت ډیر ضعیف دی. څیړنو ښودلی ده چی د قشر په موجودیت کی د واوری تودوخه ۳-۴ سانتی ګراد د -۱۰ څخه تر -۱۵ درجو پوری ده پدی حال کی چی د واوری قشر په ځمکه باندی تودوخه ۲-۳ درجو پوری پورته وړي.(۳)

په هغه صورت کی چی ځمکه د واوری په واسطه نه وی پوښلی دمنی ونی په -۱۱ څخه تر -۱۳ درجو پوری د ریښۍ څخه زیانمنی کیږي. اصغری تودوخه چی بوټی زیانمن کوی نده معلومه بلکه د بوټی نوع˛ منطقوی شرایط او اګروتخنیکونو پوری اړه لری.

د بوټی زیانمن کیدل د یخوهنی په مقابل کی د شدت او د یخوهنی په واقع کیدلو پوری اړه لری. ځکه چی شدیده یخوهنه فقط د جوانو او د تودو د منځ راتلو په وخت کی واقع کیږي.
د بوټی زیانمن کیدل د یخ په واسطه د سمت او باد تیزوالی پوری اړه لری.(۳)

د بوټی زیانمن کیدل په حالت او نوعیت و خاوری پوری اړه لری ځکه چی د یخ خاوری ته ننوتل د خاوری نوع پوری اړه لری. د یخ ننوتل خاوری ته په ۲۴ ساعتونو کی ۱-۲ سانتی مترو پوری رسیږي.

ب: د بیولوژیکی اړخ څخه:-

په دغه طریقه باندی د بوټی زیانمن کیدل مربوط دی په:

نوع بوټی چی کرل شوی او د هغه روغتیا د بوټی په فینالوژیکی مرحله باندی مربوط دی چی شدیده او ډیره یخوهنه ور باندی عمل کوی.

د زراعتی فکتورونو لکه حالت او د کرلو وخت˛ ژورتیا˛ د مختلفو کیمیاوی او طبیعی کودونو استعمالولو تابع دی.(۳)

د یخوهنی د پیښیدو میکانیزم:

د هوا یخ کیدل چی د یخوهنی او سردی لامل ګرځی په دو مختلفو طریقو باندی سر ته رسیږي. چی دلته فقط د یوه څخه یادونه کوو.د تودوخی ټیټیدل د هوا د کتلی په فوری تغیراتو پوری اړه لری لکه د قطبی کتلو هجوم او داسی نور. دغه تغیرات د یخ دینامیکی منبع دی ځکه چی په دغه صورت کی ټول اشیا او بوټی د سړی هوا کتلی سره مخامخ کیږي او دا مسله د ژمنی شدیدی یخوهنی او یا توری یخوهنی د میکانیزم په نوم یادیږي. د پسرلی په ورځو کی په لوړو عرض البلدونو کی د هوا یخ کیدل د قطبی سړی هوا پوری اړه لری مثلاپه فرانسه او دهغی نږدی مناطقو کی دا پدیده د قطبی سړی هوا د کتلو په واسطه منځ ته راځی چی د شمال او شمال لویدیځ فشار وروسته واقع کیږي. پدی صورت کی یخوهنه په عمومی ډول اغیزه کوی.ویستل شوی اوبه په واکیولونو کښی راټولیژی او په منی کښی د تودوخی د درجه له صفر څخه د راټیټیدو په سبب هغه ونی چی هغهد یخ په وړاندی مقاومت نه لری د یخ وهنی د تاثیر لاندی راځی.باید ووایو چی دنباتاتو دسلولونو ددننه اوبه معدنی مواد لری چی دانجماد د نقطی د راټیټیدو لامل ګرځی چون په کافی اندازی سره د تودوخی درجه نه راښکته کیژی ترڅو هغه منجمد کړی نو د بوټی دننه مایع دصفر درجی لاندی د (Surfision) حالت ځانته غوره کوی نو له د سببه بوټی په اسانی سره یخ نه وښی بلکه د یخ په وړاندی له ځانه مقاومت ښی که د دنبان دننه مایع منجمد شی نو په هغه صورت کښی دیخ په عین غوړیدو سره بوټی په بشپړه توګه له منځه ځی. (۳)

دیخنۍ ګټې

یخنی او یخوهنه د کلکی خاوری په تنظیم او ددی خاوری اړول په مناسبه کرنیزه خاوره باندی ښه اغیزه لری. کله چی اوبه په خاوره کښی یخ ووښی، خاوره انبساط کوی نو کله چی د تودوخی درجه لوړه شی یخ یی ویلی کیږی او کلکی خاوری په پودری او نرمو خاورو تبدیلیژی او همدارنګه نرمی تیږی د یخوهنی په سبب په وړوکو ریګی خاورو تبدیلیږی چی په هغه کښی د بوټو ریښی په ډیری اسانی سره نفوذ کولی شی. د یخوهنی څو کلنی وار (تناوب) په تیږو او کلکو ځمکو باندی ددباعث ګرځی چی ځمکی نرمی او کر ته زمینه هواره کړی.(۳)

دیخنۍ دپیل ډولونه

Advection frost بادګینه یخني

دا یخنی هغه وخت منځ ته راځی چی سړه هوا وکولی شی وروسته له باد لګیدو څخه دتودی هوا ځای ونیسی. ددیخنی ځانګیړنی چی دد دښه پیژندنی سبب ګرځی دادی: قوی او منځنی باد لګیدنه، دتودوخی د درجی نشتوالی او لږ رطوبت.

کله د تودوخی درجه تر 32F0پوری لوړه ځی چی دا حالت کولی شی ټوله ورځ پاتی شی.

د Advection frost په لړ کښی د تودوخی درجه ښکته راځی اګرچی دباد جریان هم واوسی. چی له د طریقی څخه مونژ کولی شو دا دول یخنی وپیژنو او لازمه اقدامات ترسره کړو.
د Advection frost ساتل ډیر یو ستونزمن کار دی ځکه چی دتودوخی د درجی لوړوالی په بڼ کښی پرله پسی واقع کیږی او د تودوخی نوسانات دماشینونو د میتود د نه تاثیر کیدو لامل ګرځی لکه د باد ماشینونه، هلیکپترونه، Heaters یعنی دتودوخی د درجی راکمیدل په چټکه توګه یادشوی میتودونه د Radiation frost په پرتله کم فعالیت تر سره کوی.
د اوبو لګولو سیستم لږ پاملرنی ته اړتیا لری ځکه چی د تبخیر د عملیه په وسیله د تودوخی له لاسه ورکول د تودوخی د خنثی کولو لامل ګرځی. (۴)

وړانګینه یخنی Radiation frost

دا ډول frost زیاتره د امریکا دپه کلیفورنیا ایالت کښی معمول ده، Radiation frost د مختلفو عواملو په وسیله پیژندل کیږی. چی دا عوامل په لاندی ډول دی، صاف اسمان، کمزوری باد او د تودوخی نوسانات چی دا هر یو عامل دد frost په پیژندګلوی کښی ځانګړی رول لری چی باید دد په ځانګرنو کښی دقیق اوسو تر څو وکولی شو رامنځ ته شوی ستونزی په اسانی سره حل کړو.

کله چی باد لګیژی نو دتودوخی درجه کمیږی او یا په بشپړه تو ګه دریږی. یو بل د Radiation frost لامل د تودوخی ددرجی کمښت د رادیانت د انرژی به جوړشت کښ ده.ذهر څومره چی د تودوخی درجه د رادیانت د انرژی د جوړښت په وخت کشی کمیږی په همغه اندازی سرهRadiation frostبه اسانی سره تر سره کیږی. 1k0مساوی ده له 1C0سره او د کالوین د سیستم نمبرایښودنه دصفر مطلقه دیخ د زوبان له نقطی څخه پیل کیږی.

(273.16k=0C=32F)دشپی له خوا کله چی اسمان شین وی دتودوخی درجه دبڼ د لاس ته راغلی درجی په پرتله زیاته وی، چی دا د تودوخی د درجی د راټیټیدو لامل ګرځی ځکه چی هر څومره چی د تودوخی درجه له لاسه لاړه شی په همغه اندازی سره دتودوخی درجه کمیږی چی د Radiation frost د تشکیلیدو لامل ګرځی.دځمکی دمخ دتودوخی درجه د هوا د تودوخی د درجی په پرتله سړه ده. (۴)

که لوړه درجه پیمانه کړو نو یوی نقطی سره به مخ شو چیرته چی دتودوخی درجه دلوړوالی (ارتفاع) په وسیله په کمیدو پیل کوی چی د ته Laps condition وایی.

هغه مرحله چی په هغه کښی دتودوخی د درجی د پروفایل تغیر وخوری او له Inversion څخه Laps ته تبدیل شی په نامه د Ceilingیادیږی.(۴)

دوم انځور: تشعشی یخوهنه ښه یی چی په آرامو، صافو ، لږ باد درلودونکو شپو کی واقع کیږی او دهغه میخانیکیت څرنګ ته دی.

دیخوهنې لاملونه

ټول کرهنيز عمليات چه د بوټووده نازکه او چا بکه کوي د سړي هوا په مقا بل کي د نباتاتود حساسيت د زياتيدو سبب گرځي د زيا تونايتروجني سرود استعمال ډيرباران او يا اوبه خور توده هوا اولږ لمر هغه عوامل دي کوم چه د بوټو انساج نازک کوي او د سړي هوا په مقابل د هغو مقاومت کموي.له بله پلوه هغه چلند يا Treatment چه وده کموي د سړو سره د نباتاتو مقاومت زياتوي . د نباتاتو يخ وهنه عموما په داسي شپوکي پيښيږي چه آسمان شين وي لنده بل کم وي اوبادونه لگيږي په داسي حا لاتوکي چه ځمکي د لمرتودوخه جذ ب کړي وي د.ورځي له پلوه د لاسه رو کوي مگر هغه شپي چه وريځي ولري تود ي د ي ځکه چه وريځ اولند بل هوا او ضايع شوي تودوخه برته ځمکي ته استوي اوپه دي توگه نباتاتود يخ د ضررڅخه سا تل کيږيسپين يخ يا White frost چه په سهارکي ليد ل کيږي د يخ شوي برخي Dew څخه تشکيل کيږي ددي ډول يخ منځ ته راتگ دپرخي په نقطه Dew point پوري اړه لري د پرخي نقطه د تودوخي هغه درجه ده چه د نسبي لنده بل په سلوکي لس ته رسيږي کله چه د هوا تودوخه د پرخي د نقطي د سانتي گراد صفردرجي څخه ټيټه شي که لندبل لږ وي د يخ ضررهغه وخت منځ ته راځي چه د تودوخي درجه د سانتي گراد د صفر درجي څخه ټيټه وي مگر د پرخي د نقطي څخه اوچته وي.دا حالت د توريخ يا Black frost په نامه ياديږي ځکه چه تاثيريي هغه وخت منځ ته راځي چه د يخ د ضررله امله يي رنگ تورته واوړي.(۲)
د يخ وهني په مخنيوي کي د بوټود کرهڼي ځاي Site انتخاب ډيرضروردي هغه ځايونه چه اړخکي Slope ولري اوخصوصاً اړيي جنوب طرف ته وي نباتات يي د يخ د ضررڅخه خلاص وي.

ځکه سړه هوا هلته په ځاي نه پاتي کيږي ځکه داسي ځايونه د لمرلوړه تودوخه جذ بولاي شي او سړه اوتوده هوا يي يود بله سره گډيژي او جريان پيدا کوي .

افغاني بزگران وايي هغه ځايونه چه د شپي باد لري سړه هوا ورته زيان نشي رسولي .

د دوي دا خبر پرځاي ده چه باد سړه هوا ځاي پرځاي نه پريږدي سړه او توده هوا سره گډ وډه کوي او نبات د سړو د ضررڅخه خلاص وي څرنگه چه سړه هوا د تودي هوا په نسبت غليظه يعني درنده ده نوپه داسي شپوکي چي آسمان شين وي اوباد نه وي هغه کښته خواته ځي چه د ودي پټي يا Thermalbelt په نامه ياديژي.(۲)

ډيرځلي پيښ شوي چه د يوه باغ يوه خوا يخ وهلي او بلي خواته يي هيڅ ضررنه وي رسيد لي نو که غور وشي د يخ څخه يخ وهنه حتماً په لوړوځايوکي واقع وي او د اسيهم ليد ل شوي چه په باغ کي د يوي وني لوړه برخه روغه اوټيټه برخه يي يخ زيان منه کړي وي هغه څانگي چه لوړي واقع وي د هوا د تودوخي طبقي يعني پټي سړه چه نسبتاً لوړه واقع ده په تماس کي راځي.(۲)

ديخ په وړاندې د حسا سيت لاملونه :

ټول کرهنيزعمليات چه د نباتاتووده نازکه اوچابکه کوي ديخ په مقا بل کي د بوټودحساسيت سبب گرځي د زيا تونايتروجني سرواستعمال د نباتاتو وده چټکوي اوغذايي مواد يي کميږي په نتيجه کي د نبات پاڼي نازک حالت غوره کوي اولاندي تاوانونه منځ ته راوړي .

الف: د کابوهايدريت په ذخيره کيدوکي يي کمښت راځي.

ب: د نباتاتوودي ته زياتوب وربخښي چه دغذايي مواد و دکميدو سبب گرځي.

د ډيرو خړوبولو څخه په ځانگړي توگه د اوړي په آخرکي مخنيوي وکړي ولي؟ ځکه زيات خړو بول د نبات وده چټکوي . غذايي مواديي کميږي .

پدي توګه غذايي موادوته په ژمي کي د ذ خيره کولولپاره اجازه نه ورکوي د نبات ضيايي ترکيب ضعيفه يا دا چي صورت نه نيسي چه په نتيجه کي ديخ وهني سره حساسيت پيد اکوي.

که چيري نبات ضعيفه وي ونبات ته اوبه اوغذايي مواد خپلي اندازي په واسطه ورکوي په هماغه اندازه سره يي د يخ په مقا بل کي يي حساسيت زياتيږي په مني کي با يد د پاڼو ټولي عملي ترسره نه شي ځکه چه د کارپوهايدريتونوزخيره کولوډيرښه وخت مني دي يعني لمرډيراوروښنايي وي چه داحالت په مني کي د غذايي موادو دزخيره کيدو سبب گرځي.(۳)

تسيدل په ١٩٣٣ ميلادي کال کي په يوه گلخانه کي د يخ په مقا بل کي مقاومت ترمصنوعي شرايطولاندي منځته راوړ.

الف: ٧-٨ ساعتونود ورځي د اوږد وا لي رالنډيدل.

ب: د ساتي گراد په ٢٠ د رجوکي د ورځي دتودوخي اوسانتي گراد په صفريا ٥ د رجوکي د شپي د تودوخي ساتل.

د : د غذايي موادو دجوړيدو لپاره کافي رڼا ساتل.

پورتني شرايط له هغوشرايطوسره چه په طبيعي توګه په مني کي واقع کيږي يوشان دي هغه شرايط چه په مني کي د يخ په مقابل کي د نبات د مقاوم کيدوپه وخت کي خنډ گرځي اوهمداسي د پورتني ودي ليري کول اومعتد لي اوباراني هواموجود يت د نباتاتو يعني ليگيوم د مقاومت د کمښت سبب گرځي.

د علفي نباتاتوپه برخه د نايتروجني سرواستعمال د مقاومت دپراختيا اندازي کموي.

کستيو په ١٩٣٤ کال کي واضح کړه چه د کاربوهايدريتونواونوروغذايي موادوزيرمه اوساتنه د يخ په مقابل کي د نباتاتود مقاومت لپاره ښه شرايط منځ ته راوړي چه هغه د پوتوسينتيز يعني غذاجوړولو عمليه اود شنوبرخود زياتوالي اوتنفس د عملي د کموالي په نتيجه کي امکان پيداکوي.

د يخ په وړاندې د بوټو مقا ومت :

د مقاومت عادي مفهوم هغه استعداد ته ويل کيږي چه د بيلا بيلي ټيټي تودوخي اوياټيټ لنده بل سره نباتات ژوندي پاتي کيږي. د نباتاتوحساسيت کميږي د مثال په ډول ډيرمقاوم نباتات چه کله د اوړي په نيمايي کي د سانتي گراد په صفر د رجه کي کنگل کيږي د هغونباتاتو پرتله چه د مني په آخرکي په عيني د رجه کي کنگل کيږي ضررويني ځکه چي پرتوپلازم يي په مني کي د مقاومت لپاره چمتوي.نوکه چيري يونبات يايوبوټي د ودي په موسم کي يخ ووهي د مړه کيدوکيدوامکان يي ډيروي ځکه چه پروتوپلازم يي د يخ په مقابل کي د مقاومت لپاره ځان ندي چمتوکړي.د يخ په مقابل کي د نباتاتو مقاوم کيدل يا Hardening ترواسه پوري په د رسته ندي معلوم ولي داسي ښکاره کيږي چي لاندي عملي ورسره ملګري دي.دمجموعي اوبو په اندازه کي کمښت دازادواوبو يا Free water کمښتدتړلواوبويا water bound داندازي زياتواليدپروتوپلازم داوبوخوښ زراتوHydrophilic colloids پخا صه توگه دپروتين زياتوالي .دقندي موادواونوروهغه موادو زياتوالي چه ازموتيکي فعاليت زياتوي په ساده قندونو باندي يعني Poly sacharides بدليږي په قندونو باندي د نشايستي بدليدل د نباتاتو په هغوبرخوکي چه ژمي تيروي د ډيروغذايي موادو زيرمه کيدلاونور.(۳)

د سړې هوا د مخنيوي لپاره اساسي اړتياوي

د دي د پاره چه په عملي توگه د سړي هوا مخنيوي وشي نو بايد چي دا لاندي ټکو ته پوره پاملرنه وشي .

الف : د هوا پيژندني معلومات :

د پسر لي د سړي هوا د واقع کيدو په وخت کي بايد په مسلسل ډول د هوا پيږندني د موسيسي له خوا باغ لرونکو ته د سړي هوا د واقع کيدو او د چا پير يال د تودوخي په هکله ژرژر معلو مات ور کړل شي .

ب : په باغونو کي ترماميترونه :

باغ لرونکي بايد په خپلو با غونو کي ډير حساس تر ما ميترونه چي د سا نتي گراد د يوي درجي يوه په څلورمه درجه ريکارډ کړاي شي ولري او حتي په ځينو و ختو نو کي تر مو گرافونه Thermographes او هايدرو گرا فو نه Hydrographes ته هم اړتيا پيدا کيژي .

ج : کله د سړي هوا د مخنيوي طريقي پيل شي کله چی د ميوه لرونکو باغونو تو دو خه د سا نتي گراد صفر درجي ته ورسيږي نوباغ لرونکي د باد ما شين چالان کړي او کله چه تودوخه د سانتي گراد منفي 3.3 درجوته ورسيږي نو بايد چي تيل سوځوونک بخاري بلي شي . د نارنجو ،مالټو ،چکترو د پخو ميوو لپاره که چيري دورځي له پلوه د سانتي گراد 15.6 درجي اودشپي د پلوه د سانتي گراد منفي 3.3 درجوته ورسيږي بايد د مخنيوي طريقه پيل شي .

د سړي هوا د مخنيوي بیلابیلې لارې چارې

1. په غیره فعاله توګه د ونو ساتنه

داعمل باید یوشپه مخکی له دی چی یخ واقع شی عملی شی ترڅو مخکی له هغه نه دتودوخی درجه اوچته شی . دامیتود دلاندی مسایلو درلودونکی دی:

  1.  ‌‌‌د محل یا ځای انتخاب، محل یا ځای باید داسی یو موقعیت وی چی سړی هوا ته په کمه کچه باندی تمایل ولری .
  2.  د مقاومو ورایتی ګانو انتخاب یا هغه ورایتی ګانی چی نا وقته ګل کوی.
  3.  دیوی سختی او مرطوبی طبقی ساتنه چی د نباتات یا بوټی په کښی نه وی .
  4.  د هرزه بوټو او ونو لری کول او نورو عواملو لری کول کوم چی په باغ کښی د سړی هوا دتم کیدو سبب کیږی.

۱. دځای انتخاب Site Selection

د یوی مناسبی ساحی انتخاب د Passive د طریقی یو مهمه حصه تشکیلوی.

د باغ لپاره بهترین ځای هغه دی چی یو اندازه دشمال طرف ته سلوپ ولری. د غونډی پورتنی او لاندینی برخی سړی هوا ته متمایلی وی . په پسرلی کښی د یخوهنی احتمال په سرعت سره کمیږی. د یو څخه تر دوه هفتو پوری د ګل د غوړیدو وروسته کول د پسرلی یخوهنه را کموی.

شمال طرف ته دونو نالول ممکن د ګلانو دوروسته غوړیدو سبب شی اودزیاتی مودی لپاره یخوهنه را مینځته نشی.(۳)

د ځای د انتخاب څخه وروسته باید اول د هغی منطقی داقلیم په باره کښی معلومات ترلاسه کړو. مونږ کولای شو چی دامعلومات دشته ریکاردونو څخه یا د NWS د اداری څخه په لاس راوړو.

کچیری دا ریکاردونه موجود نه وی نو د توپوګرافی په مطالعی سره کولای شو چی د سړی هوا دتبادلی کچه معلومه کړو او باید هغه څیزونو ته هم توجوه وشی چی دسړی هوا د تبادلی مانع ګرځی. بعضی اوقات ددی موانعو له مینځه وړل دساحی د منلو وړ کیدو سبب کیدلای شی.

Site Selection

دریم انځور: ښی لاس ته انځور دا بیانوی چی هغه ساحات انتحاب کړو چی د سړو خطر یی لږ وی یا محافطتی لاره ورته ولرو. کیڼ لاس ته انځور دا ښه یی چی د کروندی ساحه باید مناست میلان ولری.

۲. دخاوری د اوبو مقدار Soil Water content

سختی او مرطوبی خاوری نسبت وچو خاورو ته د تودوخی ښی ذخیره کونکی دی.

بادام باید په شروع د یخ فصل کښی و نه کرل شی. بعضی دهقانان مخکی له دی چی یخ واقع شی بوټی کری چی په نتیجه کښی یی ټول له مینځه ځی. کچیری خاوره په شروع د یخ فصل کښی وچه وی نو باید مرطوبه یا لنده شی ترڅو کرلو ته آماده شی.دیخنی څخه د محافظت لپاره د خاوری دداخلی قسمت مرطوب والی ضروری نده. دورځی په جریان کښی دتودوخی درجه په عمق د یو متر کښی کم تغیر کوی.

۰.۵-۱.۵ انچه اوبه باید تطبیق شی البته دا مقدار نظر دخاوری نوعیت او یخنی ته فرق کوی. درنی خاوری نسبت سپکو خاورو ته اوبو ته زیاته اړتیا لری.(۳)

۳. د ځمکی پوښښ Ground Cover

د ځمکی پوښښ د باغ په داخلی تودوخی باندی اغیزه لری. د یخنی څخه د محافظت لپاره هیڅ نوع پوښښ ښه نتیجه نه ورکوی. کچیری د ځمکی کوم پوښښ ضروری نوی نو باید د کیمیاوی یا د میخانیکی طریقی پواسطه وریبدل شی او یا لری شی چی دا یوه لنډه او موثره لار ده.تحقیقات ښئ چی هغه ځمکه چی سخته، مرطوبه او بربنډه وی نسبت هغی ځمکی ته چی د نباتاتو پواسطه پوښل شوی وی ګرمه ده. ځکه چی هر چیرته چی زیات نباتات وجودولری په همغه کچه هغه ساحه سړه وی.(۳)

دقوی بادونو څخه وروسته ممکن ساحه وچه شی او هغه ساحه چی پوښښ ونلری نسبت نورو ساحو ته سړی وی. بنا باید بربنډی ساحی د قوی بادونو څخه وروسته مرطوبی شی.(۳)

۴. د هستی یخوهنه دباکتریاپه وسیله

دباکتریا پنځه مختلف سپیشیزونه دکتلست په توګه دیخ جوړیدنی په موخه په نباتاتو کښی ستر رول لری. چی له د ډلی څخه Pseudomonas syringae با ارزښترینه ډول د Ice-Nucleating باکتریا څخه ده چی په بادام کښی لیدل شوی ده. پروتین د باکتریا په حجروی دیوال کښی د یوی هستی په توګه د کرستال په جوړولو کښی (24-28 C0)عمل کوی .یعنی همدا حجروی دیوال دی چی د یخ د کرستالونو د جوړیدو لامل ګرځی. (۵)

په باکتریاو کښی ځینی داسی باکتریاوی شته چی د خپل ځانه د یخ دراټولولو دفعالیت توان نه لری. دځینو مطالعو له مخی Ice-Minus دباکتریاو له ډلی څخه دطبعی باکتریا په ډول ټاکل شوی ده. دباکتریاو بیالوژیکی څارنه Ice-Nucleating دمختلفو بکتریاو دمخالف Ice-Nucleating د تطبیق په وسیله دنبات په مخ ثابت شوی ده. کله چی زیات شمیر Ice-Minus باکتریا د بیات پر مخ وده وکړی په لومړیو کښی Ice-Nucleating باکتریا په قبضه یی ډول راباسی.(۵)

د Ice-Nucleating دباکتریا دغلظت په راکمولو سره د سړی هوا درجه د نبات په مخ هم کمیږی. اوبه د 32 F0 کښی د ذوبان نقطی ته رسیږیاما په همدی درجی کښی په یخ نه تبدیلیږی، دد لپاره چی اوبه په یخ تبدیلی شی دتودوخی درجه باید د زوبان د نقطی څخه کمه وی او یو څه باید دیخ وخلو پروسه پیل کړی.د تودوخی په ډیره کمه درجه کښی، د انجماد د نقطی سړه ترینه نقطه د یخ وهنی لامل ګرځی. لابراتواری څیړنی ښی چی ډول ډول دباکتریاکنترول کونکی مواد شتون لری چی دیخ ساتنی توان لری. له د موادو څخه په کرنه کښی زیاته ګټه نه اخیستل کیږی دد لپاره چی دا کنترول کونکی مواد باید هره اونی وشیندل (سپری)شی.له د جمله مرکباتو څخه هغه چی مس لری دباکتریا په وژلو کښی ورڅخه ګټه اخیستل کیږی. د Ice-Nucleating مخ نیونکو باکتریاوو له جملی څخه فلزی مرکبات دی چی دا مرکبات د باکتریا په حجروی دیوال کښی د پروتین دماهیت د تغیر لامل ګرځی، دا د باکتریا د وژلو لپاره ضروری نه دی.کله چی د لنډی مودی لپاره وشیندل شی، ۱۰ګړی مخکی له یخ وهنی څخه. دوی د Ice-Nucleating دباکتریا د فعالیت دمخنیوی لامل ګرځی. البته د اغیزی موده یی تر اوسه نه ده معلومه شوی چی په کومی اندازی سره به پاتی شی. (۵)

په فعاله توګه د ونو ساتنهActive Protection Methods

۱. بخارۍ Heaters :

بخارۍ د یخوهنی څخه د ساتنی لپاره په ډیره اندازه کارول کیږی . ولی اوس مهال د سوځ وړ موادو د بیۍ لوړوالی په خاطر تر ډيره بریده کمښت تر سترګو کیږی . لیکن بیا هم د بخاریو مصرف د یخوهنی څخه د ساتنی تر نورو طریقو د اوبو طریقی څخه پرته لږه بیه یا ارزانه تمامیږی . بخاری خپله مجموع تودوخه په باغ کی په مشعشع تودوخی د بدلیدو له لاری د بخاری شاوخوا ونو ته له لاسه ورکوی . او د تودوخی دوران یا د هوا convection سطح ته نږدی بدلوی .(4)

که چیری بخاری په سمه توګه وساتل شی د هوا کانویکشن د تشعشع په نسبت ساتل کیږی . د بخاریو د کامیابی کلید دادی چی د اور کوچنۍ لمبی جوړی شی . نه غټی لمبی ، که چیری لمبی وړی وی نو د سطحی سړه هوا د اور خواته راکاږل کیږی او تودیږی . توده هوا تر هغه درجه پورته ځي چی د تودوخی درجی سره ارتفاع ته ورسیږی . او وروسته له هغه څخه پراخیږی ، لږه سړیږی ،او بیا سطحی ته راستنیږی . پس بخارۍ د هوا دوران او د سړی او ګرمی هوا میکس کیدو سبب کیږی . (6)

غټي لمبی هوا ډيره ګرموی او ګرمه هوا تر Inversion Ceiling پورته ځي . کله چی توده هوا له هغه پورته ځی ، نوره هم تودیږی او پورته ځي . پدی حالت کی د نوساناتو طبقه ته نږدی هوا دوران نه کوی . او موثریت یی د کوچنۍ اور په نسبت لږ دی . پرته له یو نوسان څخه ، بخارۍ یواځي تشعشع تولیدوی چی لږه ساتنه کوی . په همدی خاطر بخاری د غونډیو تر څنګ چی نوسانات هلته نه وی ، موثر نه تمامیږی . بخاری په ټیټو سیمو کی چی سړه هوا راغونډيږی موثره تمامیږی . د کالیفورنیا د هوایی منابعو بورد (ARB) د یخوهنی څخه د ساتنی لپاره ډول ډول بخارۍ مشخص کړی دی . (6)

Heaters

څلورم انځور: دبخاری دشکل ښودونکی ده

2.د باد ماشینونه Wind Machine

په باغ کی د دورانی حرارت لوړوالی له لاری ، د باد ماشینونه د یخوهنی څخه ساتنه کوی . دغه په قوی نوساناتو حالت کی موثر ده چی سړه هوا د تودی هوا سره د خاوری په سطحی کی میکس کوی . د لا ډير موثریت لپاره د باد ماشینونه باید مخکی یا وړاندی د نوساناتو پیل څخه پیل شی . د هغوی د پیل وخت د پوهیدو په اړه ، د باغ د تودوخی درجه له ۵-۴۰ فت لوړ له سطحی څخه معلومیږی . د ماشینونه هغه وخت باید پیل شی چی د تودوخی درجه په ۵ فت نسبت په ۴۰ فت ډیر و اوسیږی . او د باد ماشینونه هغه وخت باید وتړل شی چی د تودوخی درجه په ۵ فت نسبت په ۴۰ فت زیاد شی . (۶)

د ساتنی اندازه د باد ماشینونه له لاری د نوساناتو قوت پوری تړاو لری . که چیری د باد ماشینونه په سمه توګه ترینه ګټه واخیستل شی ، د تودوخی درجه په باغ کی مساوی په اوسط حرارت په ۵فت او ۴۰ فت کیږی . دغه معادله یوه ساحه چی یوه عمودی پکه ښیی (یوه پره درلودونکی ) احتوا کوی ، ښیی :(۶)

A=0.0175 x F

پدی معامله کی A عبارت دی له ساحی په ایکر او F عبارت دی د قوه فشار په پوند .

هغه پکی چی دوه پری لری د یوی پری درلودونکو پکو په پرتله زیاد اندازه محافظت تیاروی . برسیره پر ماشینونه هماهنګ کولو له لاری په باغ کی تر څو په یوه مشابه جهت حرکت وکړی ، محافظت یا ساتنه ډیروی . اوسنی څیړنی د پخوانۍ څیړنو په پرتله ډير اعتبار لری چی نوی تغییرات د پکی په پرو کی د باد ماشینونو موثریت لوړوی . اما بیا هم قوت نوسانات عمده فکتور د موثریت په تعین کولو کی دی . پس باید د نوساناتو اندازی په تیر کال کی د باد پر ماشینونه سرمایه ګذاری راټولیږی . د نوساناتو قوت په پانریژو میوه جاتو کی او دمغزباب تولیدولو منطقو کی لږ دی . ځکه د ونو شاخونه په هغو سیمو کی د هوا میکس کول د نوساناتو دننه منع کوی .(6)

Windmill

پنځم انځور : دبادیز ماشینونو ښودونکی دی.

3. هیلیکوپتر

په ځينو هيوا دونوکي بز گران د هليکو پترو يا بادي ما شينونو په واسطه سره په يخو شپو کي د بوټو د پاسه توده اوسړه هوا گډه کوي او بوټي د يخ څخه ژغوري چي دا طريقه څه قيمته په نظر راځي نو بايد په داسي ځايوکي د باغ وني وکرل شي چه هلته د شپي باد وجود ولري.(۳)

4. کوچنی اوبه شیندونکی Micro sprinklers

کوچنی اوبه شیندونکی لکه د ونو دلاندو د اوبو شیندونکو په څیر محافظت کوی. ددی اوبو شیندونکو عملی کوی نسبت معمولی اوبه شیندونکو ته آسانه دی.ددی سیستم د کم استعمال علت دادی چی بعضی تولید کونکی ددی د موثریت په فکر کښی دی، ددی شیندونکو د سپری قدرت کم ده او نسبت معمولی اوبه شیندونکو ته یی د تبخیر اندازه هم کمه ده، همدارنګه کوچنی اوبه شیندونکی کمه ساحه لندوی. په کومو ځایونو کښی چی اهمیت لری حرارت تولیدوی.دواړه دورانی او تشعشعی د اوبو د سپری کولو په واسطه د ونو لاندی بهتر کیږیږ (۷)

مزرعوی آزمایښتونو د کوچنیو اوبه شیندونکو تطبیق مقایسه کړیدی او په تودوخه کښی یی کم فرق ښودلی دی . ترمامیترونو ښودلی دی چی هغه اوبه شیندونکی چی ۴۰ ګیلنه اوبه په یو دقیقه کښی یو ایکر ساحی ته شیندی ۱ نه تر ۲ فارنهایت، چی نسبت هغه اوبه شیندونکو ته چی ۱۴.۶ ګیلنه اوبه یو ایکر ساحی ته شیندی زیاد ده.(۷)

هغه ساحه چی د اوبه شیندونکو تر لاندی موقعیت لری په کمه اندازه باندی لندیږی او په کومه خاوره کښی چی د تطبیق اندازه زیاته وی په زیاته کچه باندی لندیږی.څرنګه چی د هوا دتودخی درجه یوشان ولی د تودوخی ښودل شوی درجه مختلفه ده نو ممکن په محافظت کښی فرق د خاوری د تشعشع څخه مینځ ته راغلی وی. دمرطوبی خاوری دسطحی د تودوخی درجه نسبت هغه ساحی ته چی ۴۰ ګیلنه اوبه فی دقیقه کښی یو ایکر ساحی ته شیندل کیږی ۳ فارنهایته اوچت تره ده. دا آزمایښتونه په متوسطه یخوهنه کښی تر سره شوی دی.بعضی وقتونه د ابو شیندنکو سرونه ماتیږی چی بعضی تولید کونکی یی علت یخوهنه بولی. دا ستونزه په وچو حالاتو او بادونو کښی نور هم زیاتیږی . آزمایښتونه ښی کچیری کوچنی اوبه شیندونکی د ونو لاندی نصب شی د متوسطی یخوهنی څخه مخنیوی کوی . په زیاته اندازه باندی تطبیق زیاته ښه نتیجه ورکوی. (۷)

sprinklers
شپږم انځور: اوبه شیندونکی ښه یی

۵.سطحی خړوبونه Surface Irrigation

کله چی سطحی اوبه موجودی وی د یخوهنی خطر هم کم وی، هغه خطر چی د یخوهلو اوبو څخه مینځ ته راځی د هغه څخه محافظت کوی. د اوبو د یخوهنی څخه باید مخنیوی وشی ځکه کله چی اوبه یخ ووهی د اوبو او یخ تر مینځ هوا ځای نیسی همدا طبقه د حرارت د انتقال مانع ګرځی.

سطحی اوبه باید تر آخر د مزرعی پوری مخکی له بحرانی تودوخی څخه ورسیږی . Trail water return سیستم څخه باید ګټه وانه خیستل شی ځکه چی د مزرعی په ښکتنی برخه کښی ګرمی اوبه نسبت یخو اوبو ته محافظت کوی. د اوبو ګرمول د قیمت له نظره موثریت نه لری او انرژی هم مصرفیږی. هغه اوبه چی په سطحه کښی دی باید زیاته توجوه ور ته وشی نسبت هغو اوبو ته چی د ونو لاندی موقعیت لری. داوبو لیاری باید غټی جوړی شی ترڅو زیاته ساحه د اوبو په واسطه ګرمه شی. په سختو حالاتو کښی باید د اوبو سرعت زیات شی ترڅو د یخوهنی څخه مخنیوی وشی. (۳)

۶. تيل سوځوونکي ډيوه:

د سړي هوا د مخنيوي په خاطرپه باغونه کي د ونو لپاره د تيل سووځونکي ډيوي څخه کاراخستل کيږي اودا ډيوه بايد لاندي خصوصيات ولري:

بايد په کافي اندازه د تيلواچولوځاي ولري ترڅوترسهاره پوري د دوهم ځل تيلوا چولوضرورت پيدا نشي .(۸)

  1. د لږتيلو په قدرت د قوي تودوخي لوړ قدرت ولري.
  2. بايد ډيره لوړه نه وي .
  3. بايد په آساني سره پاکه اوخلاصه شي
  4. بايد داسي جوړه شي چه د تيلود خلاصيدوپه وخت کي کوم تاوان پيښ نه کړي
  5. بايد په سختواقليمي شرايطوکي په آساني سره ولگيږي
  6. بايد د دي قدرت ولري چه تودوخه ځمکي ته نژدي آزاده کړي
  7. بايد د هرډول تيلوسوځولو قدرت ولري(۸)

۷. د ډ بروسکاره:

د ډ برود سکرو څخه هم د باغونوپ ه تود ولوکي گټه اخستل کيږي اودا خبره ده چه اور په ځنډ پيل کوي .(۸)

۸. موم لرونکي شمعي:

د موم لرونکو شمعو څخه هم د باغونو په تودولوکي گټه اخستل کيږي اودا شمعي هره يوه 25cm سانتي متره سور او 33cm سانتي متره اوږد والي لري او وزن يي11-34kgr او 1197700 کيلوکالوري تودوخه توليد وي اودا شمعي په فلزي قطيوکي ځاي پرځاي شوي دي. (۳)

۹. برقي تودوخه:

برقي کيبلونه د ونو څخه لوړ غځول کيږي او په برقي کيبلونوکي د يوه نيم څخه تردوه مترو پوري لوړ گروپونه ځړول کيږي او د هرو دوه قطارونو په منځ کي يو کيبل غځول کيږي چه په دي طريقي سره د برقي تودوخي مصرف ترنورو زيات دي .

۱۰. لوگي اومصنوعي غبار:

د نړي په ځيني هيوادوکي په لمدو لرگيوباندي اور بلوي چه هغه زيات لوگي توليد وي چه دا طريقه د باغونو وني د سړي هوا د ضرر څخه ساتلي نشي.(۸)

۱۱. د باد مخنيوي او د وني پوښول:

که چيري د چټک اوساړه باد په مقابل کي د باغ لپاره د ژوندي او غيرژوندي باد مانع کوونکي وجود ولري د سړي هوا تاوان کميږي په همدي اساس که د بوټي يا بل شي په واسط ه سره وپوښل شي بيا هم ديخ تا وان کميږي مگرداطريقه تراوسه په نړي کي عملي بڼه نلري.(۸)

پایله

د میوه جاتو په ونو د یخوهنی اغیزې اودهغوی مخنیویدمطالعه وروسته دی پایلی ته رسیږو، چی یو بڼوال باید دبڼ دجوړلوڅخه دمخه ټول هغه ضروری عوامل لکه دساحی انتخاب، د ورایټی انتخاب، اقلیمی شرایط ، تودوخه، دبوټی دګردی تولیدونکی او ګردی نیونکی مطابقت، اوبه لګونه، دسړو په مقابل د بوټو مقاومت، حاصل ټولونه او داسی نورو مهمو عواملو چی دبڼ په جوړلو کی ضروری دی کافی معلومات ولری.

او که غواړو دا یخ وهنه کنترول کړو نو دټولو دمخه باید لومړی د یخنی تعریف په اړوند کافی معلومات ولرو، بیاڅنګه یخنی منځ ته راځی، ډولو یی څه دی آیا تشعشیی یخنی ده،Advection frost، یا کومه بل ډړل یی ده دا یخنی څه وخت منځ ته راځی پسرلی کی، منی کی یا په ژمی کی دهر ډول په اړوند باید کافی معلومات ولرو.

او که ځیر شو یوازې دیخنی په اړوند په معلوماتو درلودلو نشو کولی با کمیته او با کیفیته محصول تولید کړو نو یو بنوال باید دیخنی د مخنیوی د تګلارو په اړوند کافی معلومات ولری تر څو په لازمو وختو کی دفعاله او غیر فعاله میتودونو څخه په صحیح دول سره کار واخلی.

لکه څنګه چی وقایه دعلاج څخه بهتره ده نو لومړی باید غیر فعاله میتودونه لکه دځای انتخاب، دخاوری د اوبو مقدار،د ځمکی پوښښ،د هستی یخوهنه دباکتریاپه وسیله،دورایټی انتخاب او داسی نورو تګلارو څخه کار واخلو چی د بڼ د چوړولو څخه دمخه پام کی نیول کیږی پام کی ونیسو بیا وروسته دضرورت په اساس دفعاله تګلارو لکه بخارۍ،باد ماشینونه ،هیلیکوپتر،اوبه شیندونکی او داسی نوروڅخه کوی شو استفاده وکړو.

سپارښتنی

دا د میوه جاتو په ونو ديخوهنی اغیزی او دهغوی مخنیوی دی نو پدي توگه د بزګرانو،بڼوالانو او خلکو په صحيح ډول پوهونه يولازمي عمل دي چي د ونو لپاره په ساحه کي داسي ځايونه انتخاب کړي چي په هغه ځاي کي د يخ اغيزي وني او بوټي متضرر نکړي .

اوپه عمومی ډول که غواړو چي زمونږ سټړتیاوی او تکاليف په میوو باندی دیخنی له امله بي ځايه ولاړ نولاندی ټکی باید په پام کی ونیسو
هيواد وال باید نباتات خصوصاً باغونه او وني په داسي ځايو کي ولگوي

  1. باغونه په عمومی ډول بایدهغه ځایونو کی جوړ کړو چی هلته د سړو دواقع کیدلو امکان لږ یا هیڅ وی.
  2. باغونه هغه ځای کی جوړ شی چي هلته هوا جريان ولري
  3. لوړ ځايونه وي داځکه چي د گرمي هوا ماليکولونه متراکم وي او لاندي ( کښته ) خواته حرکت کوي .
  4. د سړو په مقابل کی دمقاومو او وروسته ګل سپړیدونکو ورایټی ګانو څخه د کار واخستل شی.
  5. که بوټی یا ورایتی مو ګل وروسته سپړی جنوبی میلان چی ګرم وی بهتره دی.
  6. که غواړو د بوټی یا ورایټی غوټی سپړیدنه وځنډوو نو د دغو تګلارو پلکه شمالی میلان چی لږ څه سوړ وی، داوبوپاشلو او کیمیاوی موادو په وسیله یی کولی شو.
  7. دسړو د کنترول دطریقو نه په علمی او فنی توګه استفاده وشی.
  8. د شديد يخ یاضرورت په حالت کي دي دغیرفعاله میتودونو لکه دځای انتخاب، دخاوری د اوبو مقدار،د ځمکی پوښښ،د هستی یخوهنه دباکتریاپه وسیله،دورایټی انتخاب لارو چارو څخه دی کار وا خستل شي .
  9. د شديد يخ یاضرورت په حالت کي دي دفعاله میتودونو لکه دبخارۍ،باد ماشینونه ،هیلیکوپتر،اوبه شیندونکی ،د ډ بروسکاره او داسی نورو لارو چارو څخه دی کار وا خستل شي.

د شديد يخ په حالت کي دي دغیرفعاله میتودونو لکه لارو چارو څخه لکه شمعه ،د لوگي لرونکي اور او برقي سيمونو څخه د کار وا خستل شي
د پورتنيو لارو چارو په عملي کولو سره د خپلو تکاليفو ثمره لاسته راتلاي شي نو ځکه نن ورځ په افغانستان کی د بزگرانو پوهونه په دی طریقو دسمینارونو اوکنفرانسونو په دایرولو یوه لازمي او ضروري تګلاره بلل شويده .

اخځ لیکونه

  1. عصمتی، ف.ن، ۱۳۸۲ه ش، اگرومیترولوژی، دکابل پوهنتون خپرونی ، ص.۳۴-۴۸
  2. شیرزاد، ب.م ، ۱۳۶۱ ه ش،دافغانستان پاڼریژی میوی، دکابل پوهنتون خپرونی، ص. ۱۳۹-۱۴۵
  3. Westwood,M.N,1988 ad, Temperate- Zone POMOLOGY , timber press, p.303-319
  4. Malik, M.N,1994 ad, HORTICULTURE, National Book Foundation Islamabad, p. 228-229
  5.  Lindow, Stephen E.; Deane C. Arny, Christen D. Upper (October 1982). “Bacterial Ice Nucleation: A Factor in Frost Injury to Plants”. Plant Physiology70 (4): 1084–1089. doi:10.1104/pp.70.4.1084. PMC 1065830. PMID 16662618.
  6.  Crawford, T.T. 1965. Frost protection with wind machines and heaters. Meteorological Monographs 6:81-87
  7. Gerber, J. F., and J. D. Martsolf. 1979. Sprinkling for frost and cold protection. In B. J. Barfield and J. F. Gerbs (eds), modification of the aerial environment of plants.p 34-38.
  8. Bagdonas, J.C., Georg, J.C., and Gerber, J.F. 1978. Techniques of frost prediction and methods of frost and cold protection. Technical Note No. 157. World Meteorol. Org. WMO No. 487. Geneva, Switzerland, pp. 1-160.
  9. Oxford Advanced Learners Dictionary
  10. Encyclopedia Britannica

Check Also

Hazardous use of Methotrexate in Afghanistan

by: Dr Khesrow Sangarwal A number colleagues who have visited Afghanistan over the past few ...

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *