Sunday , August 20 2017
Home / Media / ژورنالیستک اخلاق
ایمیل پسرلی، ژورنالیست

ژورنالیستک اخلاق

 By: Emal Pasarly

څو کاله وړاندې د افغانستان ملي تلویزیون د پرانیستي پوهنتون په نامه د لکچرونو یوه لړۍ لرله. پر یوې نه یوې موضوع به یوه کس ناستو کسانو ته خبرې کولې او په پای کې به یې پوښتنې ځوابونه وو.

 له ما یې وغوښتل چې پر ژورنالیستیکو اخلاقو څه ووایم. تمه یې دا وه چې زه به یې کتابي تعریفونه راسپړم. نه پوهیږم ولې د ښوونځي له وخته مې لا له تعریفونو ښه نه راځي. بېلګې یې ښې راباندې لګیږي. د بېلګو په مټ یې باید تعریف لوستونکي یا اورېدونکي ته پریږدو.

اوس چې مې له نهه کلنې لور شپنې د څه شي تعریف وغواړم راته وايي: ګوګل به یې کړم. دغه دریځ مې خوښ دی، تعریف به یې ګوکل ته پریږدو.

ملي تلویزیون کې چې مې پر ژورنالیستیکو اخلاقو څه ویلي و اوس مې ټکي په ټکي نه دې په یاد، له یادو مې خبرې کولې نو لیکلې مې هم نه وې چې کاغذونه یې راسره پاتې وي. دومره مې يادیږي چې د کابل د تلویزیونونو بېلګې مې ورکړې وې. په دغو تیرو څو کلونو کې خبره هغه ده چې وه.

 له څو ځوانو ژورنالیستانو سره مې خبرې کولې د هغوی ټولو نظر دا و چې افغان رسنۍ د یو چا سپکاوی خپل بری بولي. که له چا سره مرکه کوي د هغه د بندولو او خړولو کار د یوې موضوع تر سپړلو ورته ډير ښه ښکاري.

که یو څوک په وړه خونه کې کښېنوئ، لوی لوی څراغونه یې پر مخ لکه د لمر وړانګې خپرې شي، هرو مرو به خولې کوي. که کامره د مرکې په منځ کې د هغه تندي ته ونیسئ او خولې یې ښکاره کړئ دا زما په ګومان د ژورنالیستیکو اخلاقو خلاف خبره ده.  په داسې کار موږ دا وایو چې ګواکې سړی مو داسې سربډاله کړی چې خولې پرې راماتې شوي دي. ان که د څراغونو کمال هم نه وي او په چا رښتیا هم خولې راغلي وي له نژدې یې ښکارول یوازې د هغه د سپکاوي مانا لري او بس.

په تير اختر کې د یوه افغان کانال تلویزیوني کامرې د یوې مشهورې مېرمنې کور ته ورغلې وې. واردمخه به یې سره منلې وه چې مرکه به کوي. مرکه کوونکي او تلویزیون دواړه خبر وو چې دغه مېرمن اوس له خپل خاوند سره نه اوسیږي. هغه ترې جلا شوی او بل واده یې کړی دی. خو نه یې غوښتل چې دا خبره ښکاره وکړي. د مرکې په منځ کې په بیا بیا د هغې د خاوند پوښتنه بې له دې چې هغه وځوروي بله مانا نه لرله.

 په ټیلې فون که له چا سره خواله کوو او آف د ریکارډ یا د نا رسمي خبرو په ترڅ کې څه ووایو او بل لور یې ثبت کړي، سر او لکۍ ترې غوڅې کړي او له منځه څو کرښې راواخلي دا هم زما په نظر بې اعتباري، ناځواني او له ژورنالیستیکو اخلاقو لیرې خبره ده.

 په ایران کې چې په لومړي ځل احمدي نژاد په ټاکنو کې بریالی کېده یوه ایراني ژورنالیست راته ویل داسې عکس یې موندلی چې احمدي نژاد په کې مسخره ښکاري. ده ویل دا عکس پخوانی دی خو اوس د هغه پر ضد ښه کارېدلی شي. عکس یې ما ونه لید خو له هغه سره مې پرې بحث وکړ چې دا د ژورنالیستیکو اخلاقو خلاف نه بولي؟ ایراني ملګري مې راته ویل احمدي نژاد مې نه دی خوښ.

 دغه خوښه، نا خوښه او دغه سلیقه د ژورنالیزم له اخلاقو سره سم نه دي. رسنۍ خلک له مسایلو خبروي. ژورنالیست انسان دی هغه هم د نورو غوندې خوښه ناخوښه لري خو چې د مایک تر شا ناست و، د کامرې مخته و او یا یې د کمپیوټر پر کيبورډ ګوتو کار کاوه هغه مهال باید ځان او خپل فکر داسې لیرې کړي لکه لوبڅار او قاضي چې لوبه څاري یا قضیه اوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *