Sunday , October 22 2017
Home / Literature / د اوسمهالو پښتنو لیکوالانو په پنځونو کې: د مولانا جلال الدین محمد بلخی یاد

د اوسمهالو پښتنو لیکوالانو په پنځونو کې: د مولانا جلال الدین محمد بلخی یاد

by: Sohayla Hasrat-Nazimi

د مولانا عرفانی تخیل هغسې چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې خپور دی او د بیلابیلو ژبو او ملتونو خلک یې درناوی کوي او له هغه نه ګته اخلي، پښتو ادبیات او پښتانه هم ترې بی نصیبه نه دی پاتې او په سیمینارونو او غونډو کې یې څیړنه او لمانځنه کوی.

د کندهار په ولایت کې تیرکال د مولانا جلال الدین محمد بلخی په یاد یوه غونډه جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د ژورنالیزم د پوهنځی استاد څیړندوی شیرشاه رشادپه خپلو خبرو کې داسې وایی:

«د مولانا په شعرونو کې يو داسې موسقيت اوآهنګ موجود دى، چي ډېرو کمو شاعرانو په خپلو کلامونو کي داډول موسقيت ځاى کړى دى. همدا د ده د لوړ استعداد، ځانګړی موسقيت اوعالي پيغام دى، چي فکريې د نړۍ ډېرو ژبوته لار کړي اوهلته يې هم لوستونکي پيداکړي دي.»

دمولانا  له شعرونو څخه د پښتو کلاسيک او معاصرو ليکوالو او شاعرانو ژباړې کړي او د ده د فکرڅرکونه دشاعرانوپه شعرونواونثرونوکې له ورايه څرګنديږي:

فيهمافيه، پښتوژباړه:

دا د مولانا جلال الدين بلخي د يوه اثر پښتوژباړه ده چې دکابل پوهنتون د ژبواوادبياتوڅوتنوځوانومحصلينوسرته رسولى او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له خوا د مولانا د نړيوال سيمينار په وياړ چې د ده د اته سويمې زوکړې په مناسبت په کابل کې جوړ شوى و، چاپ شو. کتاب ټولټال په ۷۰۲مخونوکې په سپين کاغذ او رنګه پښتۍ چاپ شوى دى.

د مولانا مثنوی معنوی ډیر کلونه مخکې په پښتو ژباړل شوی او خطي نسخه یې د پیښور په پوهنتون کې موجوده ده. خو دا چې دا تر اوسه ولې نه ده چاپ شوې او آیا تری نه ګټه اخیستل کیږی، ماته لا معلومات نشته. خو دومره پوهیږم چې څو محدودو کسانو په خپلو سترګو لیدلې ده.

د مولانا له اشعارو نه ځینو پښتو شاعرانو الهام اخیستی دی. یو له هغو د پښتو او دری ژبو پیاوړی شاعر سلیمان لایق دی چې داسې یوه نمونه يې زه تاسو ته لولم.

دی شیخ با چراغ همی ګشت ګرد شهر
کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست
زین همرهان سست عناصر دلم ګرفت
شیر خدا و رستم دستانم آرزوست
ګفتم که یافت می نشود جسته ایم ما
ګفت آنکه یافت می نشود آنم آرزوست
مولانا جلال الدین محمد بلخی

د انسان په لټه
پرون شیخ څراغ په لاس کې رڼا ورځ له حجرې ووت
وې له دیو او دده موړ یم، د انسان لټه کومه
له دې غړنده ملګرو، چې نه زړه لری نه عقل
په توبو یم راوتلی، د یوه ځوان هیله کومه
زموږ هیله پوره نه شوه، په پاڅون د بزګرانو
په لوټ شوي وطن ګرځم د یو خان لټه کومه
د ریا په تکبیرونو، ملا ټول اسلام خراب کړ
د صادقو عیارانو، د جهان لټه کومه
اوس شیطان او دښمن دواړه، یولاس شوي زموږ جنګ ته
د سیستان په هدیرو کې، د دستان لټه کومه
ما وی ورک دی په سیستان کې، هم رستم هم یې لامونه (هجوم)
ده وې زه د هغو ورکو د نشان لټه کومه
ما وې نه درځي په ګوتو، پخواني وختونه بیرته
ده وې زه په ناممکن کې، د امکان لټه کومه
زه په وچ دریاب کې اورم، د راتلونکې څپې چیغې
باوري په خپل تکل یم، د بادبان لټه کومه
پروا نشته که ډبر شم (سنګساریدل)، د نامردو په کوڅه کې
زه د مینې بلهاری(فدایی) یم، د جانان لټه کومه
سلیمان لایق
۱۶/۵/۲۰۰۵

ښاغلي ډاکټر زمان ستانیزی چې د مولانا جلال الدین محمد بلخی د ژوند، شعرونو او فلسفې په اړه زیاته مطالعه او څیړنې لری، هم د مولانا په باب ډیرې لیکنې لری.

ډاکټر زمان ستانیزی تکړه شاعر هم دی او د نی نامې د سریزې یوه برخه یې داسې ژباړلې ده:

واوره څه دشپیلۍ نای دی په نغمو کې شکایت کا
دبیلتون په ناکردو کې دناخوالوحکایت کا
چې شووغوڅ له نیستان نه دې پردۍ دنیاکې پلي
نراوښځې زماپه ویرکې کړیدلي ژړیدلي
ها ګوګل زما ستي شود بیلتون اوراوفراق کې
سپړوم د زړګي غوټې سوځاند درد د اشتیاق کې
هرچې لیرې شي له اصله ستنیدل له خدایه غواړي
د وصلت په آرزوکې ورځې شپې په وینو ژاړي
له بدحالواوخوښ حالوسره کړم ناسته ولاړه
ما پرهرچا دي ژړلي څوچې پوه شی زما له حاله
دوی د خپل ظن او ګمان په سترګو ما ته دي کتلي
خو له ما نه د خپل حال هډوچاهيڅ نه دي پوښتلي
دازما سوې نارې د سوي زړه د راز بیان کړي
چې د زړه سترګې یې نه وي حق به څه ورته عیان کړي
تن له ځانه نه پټیږی،ځان هم پټ نه دی له تنه
خولیدلو ته د ځان به،هسې څه کوي څوک تمه
دا نارې د شپیلۍ مه ګڼه دعشق سوځانده اوردی
په دې اورچې سوی نه وی، خوارزبون دی سپک اوسپوردی
دا دعشق د اورلمبې دی چې شپیلۍ کې لونل کیږی
دا د مینې د جوش رنګ دی چې په جام کې لمبل کیږی

هغه پورتني څو بیتونه چې ښاغلي لایق صاحب په خپل شعر کې راوړی، ما هم په یوه غزل کې ځای کړي دی:

باور
راز د تقدس مي د چا سترگوكې ليدلی دی
څه به اعتما د وي نورخ وځان مې تيرايستلی دی
مزی د باورچې مې د چا لاس كې وركړی وو
سر يې ترينه ورك دی څوڅوځايه يې شلولی دی
«شيخ ډيوه په لاس بيگا په كلي گرځيده كول
ديو او د ديېنهغوښته انسان يې لټولی دی
چا ورته ويلي ووچې چيرې به مونده نشی
ويل چې مونده نشي هم هغه مې پلټلی دی»
ځم چې دتيارو مزل يوازې تجربه كړمه
نوردغه څراغ زماله سترگونه لويدلی دی
سهیلاحسرت نظیمی
25.12.2012

پښتو ژورنالیست او لیکوال یوسف هیواد دوست هم، هغې غونډې ته چې د مولانا جلال الدین محمد بلخی په ویاړ په دنمارک کې جوړه شوې وه، یوه مقاله وړاندې کړه چې په یوه برخه کې یې داسې لولو:

مولانا جلال الدین محمد بلخي د بېوطنۍ د محرومیت نه تل ځورېده او ان هرساعت دخپلې مورنۍ ژبې دګړېدو لیوال پاتې شو:

(ناله کن عاشقانه دردمحرومي بګوــــ پارسي بګوساعتي وساعتي رومی بګو)

خدایزده چې مولانابه دغربت اومهاجرت نورې څه ناخوالې تېرېکړي وي چې دا فریاد یې له خولي راوځي :

(همبسوزي،همبسازي،همبتابي درجهان…)

مولانا هرپسرلی د نوی ژوند نښه ګڼي، خوهرځله د خپل ټاټوبي اود یارد بهار او پسرلي خوبونه ګوري :

چونی درین غریبی وچونی درین سفرــــ برخیزتا رویم به سوی دیار ما
ما رابه مشک وخم وسبوه قرارنیست ـــ ماراکشان کنید سوی جویبارما
سهیلا حسرت نظیمی

Check Also

څومانيزوالی (Polysemy)، هممانيزوالی (Synonymy)، او همجوليزوالی (Homonymy)

by: REZA MOHAMMADI کښل، اېستل – څکول/ سخت- کلک/  ووړ- وړوکی،-وړکی- کمکی- کوشنی- ماشوم/  لوی ...

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *