Wednesday , June 28 2017
Home / Literature / پښتو ویۍ رغاونه، او ورپېښې ننګونې
Globalisation & Pashto Neologism

پښتو ویۍ رغاونه، او ورپېښې ننګونې

ما د لسیزو راهیسې د دې سکالو په تړاو بېلابېلې ليکنې څېړنې د بېلابېلو رسنیو او مهالنيو له لارې خپرې کړي دي، او سربېره پر دې مې په کتابي بڼه هم چاپ کړي دي، خو داسې یو وخت و چې ډېرو ليکوالو او څېړنوالو پسې نه سرگرځاوه او نه يې هم پرې سرخلاصېده. په تېره يې وييرغاونه خو کورټه او سکوټه يو پدل و تابو (تحر يم) انگېرله.

نن سبا، ځوان کمپيوټري پښت، په تېره جلاوطنی دا، وييرغاونې ته دومره راهڅېدلي چې د خپلو خپلو علمي، فرهنگي او تخنيکي څا نگوخرانگو د بشپړو ترمينالوجيو راخپلونې ته ملا تړلې او له ماسره يې را شريکوي. ټوليز ليکو ال او رسنوال هم،که وغواړي، ونه غواړي، له دغه نوي خوځښته گوښې پاتې نه دي.

د (يوې= کره ليکنۍ پښتو) دپرلغښتي غورځنگ په لومړيوکې زموږ په ارواکې هم نه گرځېده چې يوه زريزه زاړه پوروييونه (شنبه، يکشنبه، دوشنبه، سه شنبه……) هم نور د نوي خوځنده پښتني پښت پر زړه نه ځايېږي او پښتو کولو ته يې رادانگي!.

پښتو بي بي سي رادېويي خپرونې بيا تر بلې هرې رسنۍ دگڼو نويزونو د دودونې او رغاونې تر څنگ زموږ پر پخوانيو ورزشي نومَونو (وزلوبه، لو بغاړی،لوبغالی، لو بډله…) نورې هم ورزياتې کړې، لکه: پايلوبه، نيمه پايلوبه، لوبڅار…

په دې توگه، اوس ډېرو ته نوره پوره ډاگيزه شوې چې پر هېوادني او جهاني کچ د پښتو د نومهالی سيالۍ چار تر هرڅه له مخه په ليکني يووالي او کره والي، او بيا وييپانگيز پراخوالي کې نغښتی دی. داورته هم په کړن کې پر زباد رسېدلې چې د ((ژب- فرهنگي)) يرغل پر وړاندې د پورپانگې (فارنېزمو نو، اداپتېزمونو) ترڅنگ د در ېگو نې نږه پانگې، په بله وينا، دگړويزونو (دايلکتېزمونو)، زړويزونو(ارکا ييزمونو) او نويزونو(نيولوجېزمونو) غځونه له نټه نه منونکو اړينتياوو څخه گڼل کېږي.

وييونه له آره د ژبنۍ سپما يوه ښکارنده ده. داسمه ده چې انسانانو د ژبې پنځون له يووستوو وييونو څخه رانښلولی، خو په راروسته بشپړتيايي پړاوونوکې پر يوه پر لغښتي غږيزسېستم راوښتې ده. بيا له سره دې ته اړوتي چې د سپمايي آر له مخې وييرغاونې ته مخه کړي چې يولړ غونډلې پر غونډونو واړوي، غونډونه پر تړنگونونو، او بېلنگونو. خو له وخت تېرېدنې سره يو گڼ شمېر تړنگونه په سرچپه ډول، پر بېلنگونو او دايې بيا پر سا ده وزمه وييونو هم اړولي او راروسته يې پرلپسې تړنگونه اوبېلنگونه ځنې رغولي دي.

د بېلگې په توگه(سپور) د اټکل له مخې ړومبی( هغه چې اسپ راوړ) ، (اسپ و ړی) شو،بيا(اسپ وری) شو، ورپسې (ور-wor) کړپر روستاړي(-ور) واوښت، (اسپور) ځنې ورغېد او په پای کې يې (الف) هم له لاسه ورکړ او اوسنۍ بڼه (سپور) يې راخپله کړه؛ هرگوره، د (ور-) له روستاړي سره نور بېلنگونه (مشتقات)، لکه: بختور، زړور، زورور، نسور… هم رامنځته شوي دي. پار سي يې(-آور- ور) دواړې بڼې ساتلې او د سپور انډول يې له( آسه ور) نه پر (سوار) راړولی؛ هرگوره، په نوي ژبني پړاوکې زوړ روستاړی(=ور) هم (=بر) شوی دی.

د دې مانا داده جې په پښتو کې زياتره اوسني تاړي (وندونه، افېکسونه)، په تېره روستاړي د پخوانيو خپلواکو وييو نچوړلې بڼې دي. نورې بېلگې يې، لکه: په ختيځ، لوېديځ، مينځ، وريځ، دريځ، گر، سندرغاړي، ژباړه، ژبړۍ، لوټمار…کې او پاتې نور يې له آره وييکي(ادات)، لکه: مختا ړي (بې، نه، نا)، منځتاړي (را-در-ور، و، ا، تر، پر) او روستاړي، لکه په کورنی، کورنۍ، بنديز، وړين… (اړوندډولونه).

پايله يې داچې پښتانه هم پر خپل وار د ژبنۍ سپما په موخه له وييرغاونې ارام نه دي کښېناستلي، او له کله راهيسې يې چې ژبې ليکنۍ بڼه راخپله کړې او پتليز يې ورسره پوهې، فرهنگ او تخنيک ته مخه شوې، نو دهماغو نيم اگا هانه رغوليو بېلگو پر بنسټ يې په اگاهانه او څه ناڅه پرلغښتې توگه لږوډېره وييرغاونې ته اوږه ورکړې ده.

موږ وکړای شول، د نوې ژبپوهنې په رڼا کې پښتو مينانو ته داهم ورجوته کړو چې نويزونه (نيولوجېزمونه)، گړويزونه(دايلېکتېزمونه) او زړويزونه (ارکاييزمونه) سره يوځای د هرې دوديالې ليکنۍ ژبې د څلورگونې وييپا نگې لومړني درې نږه رغنده ټوکه(متشکله اجزأ) رغوي، څلورم رغنده ټوک يې پوروييونه (فارنېزمونه) دي چې په ملايي ژبه يې راخپل شوي يا اداپتېز مونه هغه ( مفغن) بلل کېږي او له لږو ډېر ادلون بدلون سره (مستعار و دخيل).

پر وړاندې يې ځانساتي ليکوال بياهم پردې نو مهالې سيالۍ د پخوا په څېر ځان ناگاروي او پردې سربېره چې له ژبپوهنې او ژبنيو آرونو دويونو يوه لږه کۍ خبرتيا نه لري، زموږ پر ډېرو ساده او ټو لپوهاوي وړ څرگندونو پسې هم سر نه گرځوي چې پښتو له پارسۍ سره د ملي سيالۍ لپاره ((يوه=کره ليکنۍ)) پښتو او ورسره تړلې درېگونې وييپا نگه پر ژبپوهنيز آرونو، او په ځانگړې توگه د ژبې پر ((زېږندويه)) ځواک او وړتيا ټيکاو لري.

دوی داسې سپستې له خپلې خېټې راباسي چې دا، يا هغه نږه پښتوانډول دعربي، پارسي… ويي جاج و مانا پوره نه ښندي، يا دومره (عاطفي) رنگ نه لري او په کار نه ده، خپل دايې ور ځايناستی کړو. د بېلگې په توگه ليکوال د نوموتي پښتوشاعر او ليکوال (نور حبيب نثار) د دې خبرې په غبرگون کې چې (ماشوم) دنږه پښتوانډولونو(کوشني،کمکي، واړه،وړکي، کړاڅي) پر وړاندې دومره (عا طفي) رنگ نه لري، وويل:  دايو پرتليز(نسبي)ورمند(حکم) دی او گردو پښتنو ته داسې نه برېښي،د ساري په توگه پېښوريانو ته چې يوازې (ماشوم) کاروي، دومره (عاطفي) نه اېسي، لکه چې وايي: (ته لا ماشوم يې، غلې کېنه!).

بله بېلگه ادبي ليکوال اوکره کتونکي(اسد غضنفر) د بي بي سي پښتوخپر ونې په مرکه کې رامخته کړه او هغه داچې(=لپاره) د(=په لحاظ) او(=په خاطر) جاج (مفهوم) عيناٌ(کټ مټ) نه شي ښندلای، خو هممانيز(= په پار) يې هېڅ پر ياد نه وو چې له سېمانتيک او سا يکالوجيک پلوه پښتنو ته تر هر پردي انډوله په زړه پورې دی.

د ژبپوهنې او بيا وييپوهنې يونيم پېښاوو، لکه (هارون خپل)، چې د (و) گړنۍ ژبې ژولي راژولي، تر گړويزونو، زړويزونو او نويزونو غوره انگېر ي، يو بې سروبوله خبره ده، دبېلگې په ډول ليکي: (سوب) د(سبب) يو منل شوی ((مفغن!)) دی، نو ((لامَل)) يې ولې ځاينا ستی شي، ځکه لامَل له(عمل،عامِل) سره اخښي او پر پښتووالي يې شک کوي!  (د زيات رڼاوي او سپړاوي لپاره پورويزی، مستعار، دخيل، مفغن) دا.

هغه ځانساتي زده کړه وال او بيا ليکوال دي چې د خراړې غوندې له خپل ځان و ټولنې پرته،شاوخوا نړۍ ته نه گوري او سوچ کوي چې هرڅه سم دي، ټولنيز، فرهنگي، سياسي،پرمختک روان دی او همدا غنيمت دی، دا له ځانه نه پوښتي چې له دغه پلوه دنورو سيالي کولای شو اوايا داسې ورمند (حکم) لپاره له سيالۍ پرته بل کوم کره کاڼي(محک) په لاس کې لرو؟

سيالي په افغاني=پښتني ټولنيزو ارزښتونو(نرخونوکې) راځي او نرخ هغه څه دی چې وايي له نرخه مه وځه. له سيالۍ وتل له ولسه وتل دي او ناسياله پکې ژوند نه شي کولای. موږ د دژوند و ژواک په هرگام کې سيالۍ ته اړتيا لرو دا متل مو هم ورته فلسفې ته رابولي:

پر لوړه وخېژه څار وکا
څه چې نور کا، هغه چار وکا

او سنی بشري تمدن له گردو مانيزو او توکيزو ښکارندو او برياوو سره د سياليو زېږنده بلل کېږي او همداسې پر مخ درومي. د پانگوا لي هېوادونو پر وړاندې د ناپانگوالي (سوسيالېستي) هېوادونو د ناکامۍ يو تر ټولو ستر او بنسټيز لامَل د پوره سيالۍ نشتوالی ارزول کېږي. سيالي هم له مخکښ او پر مختللي سره، نه له ځان بتر روسته پاتې سره.. که موږ ځان پر دې وغو لاوه چې د ((سوماليا)) په څېر ترموږ بتر هېواد يا ټولنه هم شته، يانې له پايه دويمه روسته پاتې ټولنه لرو!

دابه له ځان تېرېستنې پرته بله مانا ونه لري چې خپله مورنۍ پښتو د پارسي ژبې پرځای د هېواد له نورو ژبو، لکه پاميري، دردي اونورستاني ژبو) سره پرتله کړو چې گړسره بې ليکه دي او د پوهې او فرهنگ له پلوه له پښتو سره سيالي نه شي کولای.

له نوې ژبپوهنې يو شمېر ناخبر زده کړه وال، ليکوال او ان پوهان داسپسته رامخته کوي چې ژبه د((ولس مال)) دی او د ژبپوهانو څېړنې او بيا نوې رغاونې پکې يوه بېځايه او ناروا لاسوهنه ده!

له ژبپوهنې او ژبنيو سکالوو هر ناخبر ته دومره ووايم چې: ((له ولسه زه را غلم، له نرخه ته خبر يې؟)). که ژبپوه د ولس له نرخ((ژبې)) خبر نه وي، اساسي قانون((گرامر)) به يې څنگه جوړکاندې، هغه لکه قانونساز خپل اومه توکي له ولسه را اخلي. د همدغه قانون په رڼا کې بيا يوه يوازېنۍ کره ليکنۍ بڼه ورټا کي او څلورگونې وييپانگه يې ورجوتوي..

ژبپوه پوره پوهېږي چې د ژبې کومه برخه په ولس اړه لري او کومه په ليکنۍ برخه. له دې سره داهم غوټه ده چې دغه ټاکلې سلنه يې ژبه له يومخيز ژ بني- فرهنگي يرغل او ورکاوي ورژغوري. ځکه د پوهې اوفرهنگ د پوړ (قشر) ترې نه رغېږي او سل په سل کې له هو بهو را اخېستنې سره خپله ژبه ورو ورو له خپلې ټولنې او ولسه پردۍ کوي!

Check Also

څومانيزوالی (Polysemy)، هممانيزوالی (Synonymy)، او همجوليزوالی (Homonymy)

by: REZA MOHAMMADI کښل، اېستل – څکول/ سخت- کلک/  ووړ- وړوکی،-وړکی- کمکی- کوشنی- ماشوم/  لوی ...

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *