Wednesday , June 28 2017
Home / Technology / په افغانستان کې تلیفوني اړیکې خونديتوب: مکالمې څنګه اورېدل کیږي؟

په افغانستان کې تلیفوني اړیکې خونديتوب: مکالمې څنګه اورېدل کیږي؟

‌BY: Mohammad Shafi Wardak

د اړیکو په نړۍ کې ګرځنده یا موبایل ټلیفون اوس یوه اړینه وسیله ده. په افغانستان کې کابو ۸۰سلنه وګړي موبایل کاروي. دلته ګرځنده ټلیفونونه (موبایل) سربیره پر دې چې خلک یې سره تړلي، سوداګریزې پراختیا، او ژوند کې یې پراخې اسانتیاوې هم رامنځ ته کړې دي. خو د اړیکو دا ارزښتمنه وسیله له یو لړ ننګونو سره هم مخ ده. لکه څنګه چې په دې وروستیو کې واورېدل شول، د دریم کس لخوا د یوه شخص خبرې اوریدل او ثبتېدل په یوه سرخوږي بدل شوی دی.

موږ او تاسو ته لازمه ده چې د یوې نوې وسیلې او ټکنالوجي له کارولو مخکې د هغې د کارولو په اړه پوره معلومات پیدا؛ د قوت او ضعف ټکي یې وپیژنو.
په لاندې پراګرافونو کې به په افغانستان کې د مکالمو د اورېدنې څرنګوالي ته یو څه تم شو، او یو څو کرښې پرې ولیکو.

مکالمې څنګه او ثبتیږي او اورېدل کیږي ؟
د مکالمو اورېدل او ثبت، کولی شو په دوه برخو کې خلاصه کړو:

لومړی، قانوني اورېدل
دوهم، غیر قانوني اورېدل

لومړی: قانوني اورېدل (Law intercept )

• د مخابراتي شبکو له خوا:
د مخابراتي شبکو له خوا په قانوني ډول اړیکې ثبتیږي، چې دا خپله په دوه ډوله دي. لومړی امریکايي سیستم کې ستاسو ټولې اړیکې ثبتیږي چې د امنیتي ادارو له خوا د اړتیا پر وخت د محکمې د امر درلودلو سره را اخیستل کیږي، یانې کله چې کوم جرم او اتهام راشي، نو د محکمې په امر سره ستا پخوانۍ ثبت شوې اړیکې را اخیستل کبږي او اوسنۍ ټولې اړیکې تر څارنې لاندې راځي او غوږ ورته نیول کیږي. دوهم سیستم بریتانیايي دی، په دې کې هغه وخت ستا اړیکې تر څارنې او ثبت لاندې راځي چې کله تر اتهام لاندې راشې، او محکمې امر ورکړي. په دې سیسټم کې ستا د خبرو پخوانی ثبت نشته، یانې کله چې محکمه امر ورکړي نو بیا به ستا خبرې اورېدل پیلیږي د هغې پخوا ستا ثبت شوې خبري ریکارډ نه وي.

• د امنیتي ادارو له خوا:

د افغانستان امنیتي ادارې داسې وسایل لري چې کولای شي د خلکو اړیکې ثبت کړي، خو بیا هم ټوله لاره چاره د قانون په چوکاټ کې کیږي یعنې کله چې د متهم خبرې ثبتوې نو د محکمې امر به لري.

په دې ډول چاره کې تاسو په ځان باندې نه شی پوهیدلی چې ستاسو خبرې څوک ثبتوي.

دوهم: غیر قانوني اورېدل (جاسوسي)

کله چې اډوارډ سنوډن افشا کړه چې د امریکا ملي امنیت د خلکو خبرې اوري، نو د اورېدلو یو میتود یې په ځیرک موبایلونو کې جاسوسي سافټویرونه ول، دغه ډول د اړیکو ثبت، شخصي معلوماتو ته لاسرسۍ او جاسوسي د غیرقانوني اورېدو او جاسوسي کولو یو ډېر عام ډول دی.

جاسوسي ادارې ستاسو ځیرکو موبایلونو Smart Phones ته جاسوسي سافټویرونه د لنډ لیکلي پیغام (SMS)، تصویري پیغام (MMS)، بلوټوټ یا هم انټرنېټ له لارې لیږي، چې په واسطه یې په اتومات ډول ستاسو د موبایل کمره فعاله او خبرې ثبتیږي. همداراز موبایل مایکروفون فعاله کیږي، او حتی کولای شي ستاسو په موبایل کې پرتومعلوماتو ته هم لاسرسۍ وموندل شي، چې ټوله شوې ډېټا جاسوس ته په اتوماټ ډول د همدې سافټویر له لوري لیږل کیږي.

آیفون:

د Dropout Jeep په نامه سافټویرد امریکا د ملي امنیت ادارې له خوا په ایفون موبایلونو کې د جاسوسی لپاره کارول شوی دی. دغه سافټویر کولای شي ستاسو په موبایل کې کېدونکې خبرې ثبت، شخصي معلوماتو ته لاسرسۍ پیدا، او د سیمه اییز جي اس ام شبکې پرمټ ټول شوي معلومات د امریکا ملي امنیت شبکې ته انتقال کړي. دا یو قوي جاسوسي سافټویر دی چې حتی کولای سي ستاسو د آیفون کمره او مایکروفون په خپل واک کې واخلي.

دا چې دا سافټویر څنګه په آيفون کې ځای په ځای شوی دی، دوه لارې لري، خپله په آیفون کې مخکې له مخکې ثبت دی او یا هم د انټرنېټ پر مټ پکې ځای په ځای شوی دی.

خو دا د لوړو استخباراتي شبکو کار دی، نورې جاسوسي ادارې او خلک هم کولای شي دې ته ورته جاسوسي سافټویرونه پیدا او ستاسو آیفون ته لاسرسۍ پرې پیدا کړي.

بلک بیري:

دا ځیرک موبایل افغانستان کې زیات نه کاریږي،خو دا د امریکا د جاسوسي ادارو لپاره یوه ستره سرچینه وه. بلک بیري په ۲۰۰۸ کال کې ماته وخوړه.

د انډروئید اپريټینګ سیستم پر مټ کارېدونکي موبایلونه:

د انډروئید د اړیکو مشرې جینا سیګلیانو په یوې مرکې کې دا ومنله چې د امریکا د ملي امنیت ادارې له خوا وړاندیز شوي ځينې سافټویرونه یې انډروئید کې ځای پر ځای کړي دي. دا خبره د اندېښنې وړ ده خو دا د یوې لویې استخباراتي ادارې کار دی. نور کسان هم کولای شي دې ته ورته عادي سافټویرونو کې جاسوسي وکړي.

موبایلونه یو حساس مایکروفون لري چې د کمپنۍ له خوا یا هم د لنډلیکلي پیغام، تصویري پیغام یا هم انټرنېټ له لوري استول شوي سافټویرونو له امله فعالیږي او په وسیله یې کیدای شي درېیمګړی (جاسوس) خبرې واوري او ثبت يې کړي.

په غير قانوني ډول ستاسو د اړيکو اوريدلو او جاسوسي سافټويرونو باندې پوهيدل تر یوه حده امکان لري، چې ځينې نښې يې دا دي:

د موبایل چارج مو زر خلاصیږي، موبایل په اتومات ډول چالان او ګلیږي، موبایل ته مو ډول ډول پیغامونه راځي، د موبایل سرعت مو ورو کیږي او…

د پورته یادو جاسوسي ډولونو د مخنیوي لپاره ځینې سپارښتنې:

— هغه شمېرې چې ډله ئیز پیغام لیږي هڅه وکړئ چې بند یې کړئ.

— د ناپیژاندو خلکو له خوا هغه پیغام مه پرانیزئ چې اندازه یې د لنډ لیکلي پیغام نه زیاته وي.

— خپل انټرنېټ مو مصون کړئ، ورسره د مصونې شبکې انټرنېټ وکاروئ.

— د Anti-Spy  سافټویر وکاروئ، خو چې د ډاډ وړ سرچینې وي.

— بیکاره او هغه سافټویرونه په خپل موبایل کې مه انسټالوئ چې منبع یې د ډاډ وړ نه وي.

— په نا اړینو وختونو کې خپل وایرلس او بلوټوټ آف وساتئ.

— په موبایل کې پراته معلومات انکرېپټ کړئ.

— د امکان تر حده هڅه وکړئ چې زر زر خپل موبایل فارمټ کړئ.

— مهمو غونډو ته د تګ څخه مخکې مو موبایل ګل او بټرۍ ترې وباسئ.

— موبایل اړیکې او پیغامونه مو د انکرېپټ سافټویرونو پرمټ انکرېپټ کړئ.

په غیر قانوني ډول د اړیکو اورېدلو بله چاره په هوا کې مخابراتي سېنګالونو کې مداخله کول دي چې بیا به برې وګړېږو.

Check Also

افغانستان په تشیا کې: افغان سټ ۱

BY: Mohammad Shafi Wardak مصنوعي سپوږمکۍ، د انسان په لاس جوړه شوې سپوږمکۍ ده ، ...

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *